اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) د وز??را??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د پاكستان او تركيې د سركاري مېډيا ترمېنځه مرستې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه كلتوري روابط وده وكړي، د سېلګرې په څانګه كښې مرسته زياتولو لپاره تفاهم به په پاكستان كښې د سېلګرې د پر??خت?? سبب وګرځي، د پاكستان ټيلي ويژن، راډيو پاكستان او د ټي آر ټي ترمېنځه د تفاهم ??اد??ت خوشبينه دے. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې د وز??را??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې دې اقدام سره به د تركيې او پاكستان ترمېنځه كلتوري روابط وده وكړي او د يو بل په رواياتو پوهېدو كښې به ډاډګېرنه وشي او د اولس به كچه به نور قربت هم پېدا شي. هغې ووئيل چې د دې ??اد??تونو لاسليك سره به د پاكستان او تركيې د ډرامو د يو بل په هېوادونو كښې نمائش وشي. د وز??را??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې دا دوه اړخيزه مرسته به نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پروګرامونو تبادلې لپاره مرسته كوونكې ثابته شي بلكې دې سره به د اسلامي امت د كاز بيانيه هم قوي شي. د وز??را??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د سېنما په څانګه كښې د دواړو د مرستې اتفاق سره به د پاكستان فلمي څانګې په بحالې او وده كښې مرسته وشي. د وز??را??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د سېلګرې وده او پر??خت?? د وز??را??ظم عمران خان وړومبې ترجيح ده. هغې ووئيل چې د اسلامي فن تعمير تروخج او ورثه محفوظ كولو لپاره په شريكو پروژو هم غور روان دے.