اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص ??رستيالې ډاكټر ??رد??س عاشق اعوان وئيلي دي چې د جنورې 5مه نېټه تقاضا كوي چې ملګري ملتونه، سلامتي كونسل او نړيواله ټولنه بهادرو او ثابت قدم كشميريانو سره ??ړې خپل لوظ پوره ??ړي، د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دې كشميريانو ته د خپلواكې پېدائشي حق وركړے شي چې دغسې دوي د جبر او استبداد څخه په پاك ماحول كښې خپل ژوند تېر كړے شي. د اتوار په ورځ د خپلواكۍ د حق ورځې په موقع په ټويټر په خپل يو ټويټ كسې د وزيراعظم خاص ??رستيالې ډاكټر ??رد??س عاشق اعوان ووئيل چ?? په نننۍ ورځ مونږ بهادر كشميريانو ته هم دا پېغام وركوو چې د دوي د خپلواكۍ په هڅو كښې مونږ دوي سره ??و. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې ټول پاكستان دوي سره اوګه په اوګه ولاړ دے. مونږ به د كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتو. هغې ووئيل چ?? د 71 كلونو نه د كشميريانو ناحقه وينه تويولې شي، د دوي عزتونه تر پښو لاندې كولې شي. په دوي ځكه جبر كولې شي چې دوي خپل جمهوري، قانوني او جائز حق غواړي. هغې ووئيل چ?? د ظلم دا باب ځكه اوږدې??ي چې نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه او سلامتي كونسل خپل فرض نه پوره ??وي.