اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ماډل پو??يس سټېشن به ټول پنجاب لپاره مثال وي، مونږ ته په پنجاب كښې تاڼه كلچر بدلول دي، دې مقصد لپاره به د پنجاب آئ?? جي سره د وفاقي حكومت لخوا هر ډول ممكنه مرسته كولې شي، د ا??ګرېز د دور نظام بدلول دي، په تېر وخت كښې به تاڼه كچري د خپلو سياسي مخالفينو په ضد كارولې شوه، مونږ به د پنجاب پو??يس د خېبر پښتونخوا پشان كړو چې دغسې خلق پرې باور وكړې شي. د خالي پ?? ورځ په ميانوالي كښې د ماډل پو??يس سټېشن د پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل لچې د ماډل پو??يس سټېشن په جوړولو هغه د پو??يس محكمې ستائنه كوي. ده ووئيل چې كله پو??يس سټېشن ته څوك وګړے راځي نو چې داسې ماحول وي نو په پو??يسو به اعتماد كوي ځكه چې پو??يس ته څوك ځي نو په كوم مشكل كښې وي او چې څومره په پو??يسو د خلقو باور زياتېږي دومره به هېواد ګټه كوي. ده ووئيل چې كه پو??يس ښه كار كوي نو د هېواد تقدير بدل شي. ده ووئيل چې په كال 2002م كښې چې زه كله په اول ځل د قومي اسمبلۍ غړے د ميانوالي نه جوړ شوم نو لويه مسئله د تاڼې كچرې وه، زيات خواستونه به د دې راتلل. د دروغو اېف آئ?? آر به وو، هغه وخت به سياستدانانو تاڼې كچرې كنټرول كولې. دا قدم به دوي كوم ښه كار لپاره نه بلكې د خپلو سياسي مخالفينو په ضد پورته كولو ځكه په پو??يسو باور هم نه و. وزيراعظم ووئيل چې ماډل پو??يس سټېشن جوړول د نوي سوچ آغاز دے، د نوي پاكستان مطلب نوے سوچ دے. تاڼې كچرې او پټواري سوچ زمونږ هېواد تباه كړے. ده ووئيل چې په ماډل پو??يس سټېشن كښې به په مېرټ كار كېږي. دا ډېر ښه اقدام دے. ده ووئيل چې په كال 2013م كښې چې كله مونږ په خېبر پښتونخوا كښې اقتدار ته راغلو نو هغه وخت په صوبه كښې ترهګري وه، د پو??يسو مورال ډ??ر پرېوتې و، مونږ د پو??يسو مورال لوړ كړو. مېرټ مو راوستو، اېن ټي اېس مو معرفي كړو او بيا به خلقو د پو??يسو په حق كښې مظاهرې كولې. وزيراعظم ووئيل چې يو وارې اراده وكړې شي نو يو كار هم مشكل نه وي، ما او وزيراعلٰی پرېكړه كړې چې دواړه حكومتونه به د پنجاب آئ?? جي ممكنه مرسته كوي، فنډ به هم وركوي او ستونزې به هم حل كوي.