د مشرف په دور كښې اېن آر او هم د دې لابسټ د لارې ترلاسه كړې شوې ۔ د فرخ حبيب خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP28-11 ISLAMABAD: December 11 - Parliamentary Secretary for Railways, Farrukh Habib addressing a press conference. APP

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) رېلوېز لپاره وفاقي پارلماني سېكترې او د قامې اسملۍ غړې فرخ حبيب وئيلي دي د پاکستان مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند په اكاٶنټس كښې د آن لائن ټرانزېكشنز د لارې مني لانډرنګ شوې ٬ ثبوت ئې د ټاكنو كمېسون ته وركړې شوې ٬ د ټاكنو كمېسون څخه دا هيله لرو چې ھغه به د مركزي بانك پشمول نورو اړوندو ادارو څخه هم تفصيلات ترلاسه كولو سره د ضابطې له مخې كاروائي وكړي٬ مسلم ليګ (ن) فارن فنډنګ كېس كښې د تاريخونو په شا پېټېدو سره د تېښتې لار خپلوي٬ مونږ څخه حساب غوښتونكو له به اوس خپل حساب وركول وي٬ څوك به تېښتې ته نه پرېږدو٬ په طمعه يو چې (ن) ليګ به په دې لړ كښې د قطري خط ٬ جعلي ډسټ ډېډ نه وړاندې كوي٬ پيپلز ګوند د كال 2008 نه تر كال 2013 په امريكا كښې لابنګ لپاره 50 مېليونه ډالره د قامي خزانې نه خرڅ كړې ۔ د مشرف په دور كښې اېن آر او هم د دې لابسټ د لارې ترلاسه كړې شوې۔ د شورو په ورځ د پي آئي ډي په ميډيا سنټر كښې د بريفنګ په مهال فرخ حبيب ووئيل د ټاكنو كمېسون سكروټني كمېټي د پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) د فارن فنډنګ سماعت كوي٬ كمېسون دوي ته په دوو اوونيو كښې د تفصيلات جمع كولو آخري مهلت وركړې ۔ دې ووئيل مسلم ليګ (ن) خپل روايات په ځائ ساتلو سره د سکروټني کمېټۍ په احكاماتو غوږ نه ګروي او لكه د تل غوندې نن هم د تاريخونو په شا پټېدو سره د تېښتې لاره خپله كړې ۔ دې ووئيل ټولو پاكستانيانو سره شناختي كارډ شته او تاركين وطن نائكوپ لري دا حقيقت كله هم نه شي پټېدې۔ دې ووئيل سليمان شهباز او حمزه شهباز په اكاٶنټس كښې پېسې جمع كوٶنكي هم بې نومه دي او د دغې نه شك راپېدا كېږي۔ دې ووئيل پي ټي آئي د خپل اكاٶنټس آډټ لپاره کواليفائيډ آډيټر ټاكلي او خپل ټول اكاٶنټس ئې څرګند كړې٬ كه څوك يره لري نو ھغه ن ليګ او پيپلز ګوند دي څوك چې د فنډ وركوٶنكو پېژندګلې پټوي۔ دې ووئيل پيپلز ګوند د كال 1995 څخه په يو اېس اے كښې رجسټرډ دے كوم چې د لابنګ كار كوي خو د كال 1995 نه تر كال 2008 د اكاٶنټس رېكارډ ئې هم وړاندې نه كړې شو٬ د پاکستان د ټېكس پېسه لابنګ كوونكو له وركړې شوې۔ دې ووئېل دوي تا چا دا حق وركړې ٬ مارك سهګل څوك چې امريكائي شهريت لري ھغه هم د بې نظير بهټو او زرداري لابسټ ٶ۔ دې ووئيل پاكستان مسلم ليګ (ن) هم په يو كے كښې رجسټرډ دے چې هر حكومت سره د لوظنامي واك هم لري٬ دوي كومې كومې لوظنامې كړې او د كوم كوم كار لپاره استعمال شوې د دوي د اكاٶنټس تفصيلات څه دي دا هر څه د ټاكنو كمېسون څخه پټ ساتلې شوې٬ خو پي ټي آئي به دوي بې نقابه كوي٬ مونږ څخه د حساب غوښتونكو د خپل حساب كتاب وخت راغلې

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں