نېب د سېنېټ دوهم چيئرمېن سليم مانډوي والا د پېنډې نېب ته د طلب كولو خبرونه رد كړل

image

اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د احتساب قومي بيورو ﴿نېب﴾ د سېنېټ دوهم چيئرمېن سليم مانډوي والا د دسمبر په 9مه نېټه د پېنډې نېب ته د طلب كولو خبرونه رد كړي دي او وئيلي ئې دي چې په دې لړ كښې په مېډيا خپاره شوي خبرونه د حقائقو په ضد او بې بنسټه دي. د خالي په ورځ د نېب لخوا جاري شوي بيان له مخې د نېب وياند وئيلي دي چې نېب د سېنېټ دوهم چيئرمېن سليم مانډوي والا نه دې طلب كړے، په دې لړ كښې په مېډيا خپاره شوي خبرونه د حقائقو په ضد او بې بنسټه دي.

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں