اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان امر كړې چې د ذخيره كوٶنكو ٬ ناجائزه ګټې او د قاچاق مخنيوي لپ??ره د پولو انتظام لا موثره كړئ٬ د خوراك څښاك څېزونو د بيعې زياتېدو كمېدو راپور هره ورځ او په اوونيزه توګه وزيراعظم دفتر ته راولېږئ٬ د قاچاق مخنيوي لپ??ره دې د پولو انتظام لا موثره كړې شي٬ د غوړو بيعه كمه كړئ او د نورو څېزونو په بيعه قابو موندلو لپ??ره انتظامات وكړئ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د خوراك څَښاك څېزونو د بيعې په اړه د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ پ?? غونډه كښې د نېشنل فوډ وزير صاحبزاده محبوب سلطان، د منصوبه بندۍ وزير مخدوم ??سر?? بختيار، د پنجاب د خوراك وزير سميع الله چوهدري، د خېبر پښتونخوا د خوراك وزير حاجي قلندر خان لودھي، د نېشنل فوډ وفاقي سېكتر ډاکټر محمد هاشم، صوبائي چېف سېكتران او نورو چارواكو ګډون كولو۔ پ?? غونډه كښې ګرد هېواد كښې د خوراك څښاك څېزونو په خاص توګه د اوړو٬ غوړو٬ چينو او نورو څيزونو د بيعې موجوده صورتحال او د دې څيزونو په بيعه د قابو موندلو لپ??ره د اقداماتو جاج واخستې شو۔ صوبائي چيف سېكترانو صوبو كښې د اوړو ترلاسه كېدلو او د بيعې په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔ دوي ووئيل دحكومت لخوا د پاسكو ذخيرو څخه صوبو له د غنمو وركولو سره صورتحال د ډاډ وړ دے او د هېواد په يوه برخه كښې د غنمو د كمي ګيله نه ده رامخې ته شوې۔ پ?? غونډه كښې د اسلام آباد چيف كمشنر اسلام اباد كښې د خوراك څښاك څېزونو د بېعې په اړه د اولس خبرولو ٬ آن لائن آرډرز او دا څيزونه اولس ته په چوكاټ دننه رسولو په لړ كښې د جوړېدونكي اپېلېكشن “درست دام” په اړه بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې اسلام آباد كښې رائج كېدونكې دا نظام پنجاب او د خېبر پښتونخوا په لويو ښارونو اېبټ آباد، پېښور، مردان او ډي آئي خان دغسې د پنجاب په پېنډۍ ، ملتان او لاهور كښې د دې نظام په سمدستي توګه د معرفي كولو پرېكړه هم وشوه۔ پ?? دې موقع وزيراعظم امر وكړو چې د ذخيره كوٶنكو او د ناجائز منافع خورۍ مخنيوي لپ??ره انتظامي اقدامات لا كوټلې كړئ۔ پ?? غونډه كښې پرېكړه وشوه چې هر تحصيل كښې به كروندګر ته د حكومت لخوا ځائ وركولې شي چرته چې به ھغه د فيس او نورو خرڅونو نه غېر خپله غله خرڅولې شي۔ وزيراعظم امر وكړو د صوبائي انتظاميې لخوا دې د ناجائز منافع خورۍ او د ذخيزه كولو په ضد كوټلې اقداماتو سره سره په هره ضلع كښې ښارونو او كل??و كښې د خوراك څېزونو بېعه كښې د زياتي او كمي هره ورځ او په اوونيزه توګه تجزياتي راپور هم وزيراعظم آفس ته راولېږئ دغسې چې د بيعې په اصل صورتحال نظر اوساتلې شي۔ وزيراعظم ووئيل د موسمياتي اثراتو له امله د غلې ترلاسه كېدو له دې د مناسب وخت وټاكلې شي دغسې چې د غلې كمې پېدا نه شي۔ پ?? غونډه كښې اولس ته سم او په مناسبه بيعه د خوراك څېزونه رسولو لپ??ره ګرد هېواد كښې د يوټېليټي سټورز په بشپړه توګه د كارولو پرېكړه وشوه۔ وزيراعظم امر وكړو چې د غنمو ٬ اوړو او د فائن مېدې د قاچاق مخنيوي لپ??ره دې بارډر مېنجمنټ لا موثره كړې شي۔ پ?? غونډه كښې په قاچاق كښې د ككړو عناصرو او د دوي د معاونت كوٶنكو سركاري چارواكو په ضد هم د سختې كاروائۍ پرېكړه وشوه۔ وزيرِاعظم د غوړو د بيعې د اوسني صورتحال او په خاص توګه په اېكسل لوډ عملدرآمد موخر كولو له د حكومتي پرېكړې نه پس د غوړو په بيعه كښې د كمي په اړه هم خبر كړې شو ۔ وزيراعظم ووئيل د اېكسل لوډ پرېكړه موخر كولو نه پس د غوړو بيعه كښې كمې باوري كړئ دغسې چې اولس ته ريليف وركړې شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د اولس د كارولو څيزونو په اړه موجوده او د سباٶن طلب او رسد اندازو لپ??ره نظام د ادارو په بنياد جوړولو لپ??ره په سمدستي توګه په فوډ اېنډ سېكيور??ي وزارت كښې خاص سېل جوړ كړئ دغسې چې د سباٶن د طلب او رسد د اندازې په بنياد په وخت پرېكړې وكړې شي۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې د اولسي د كارولو د څيزونو بيعه په قابو كښې ساتلو لپ??ره هر ډول ممكنه انتظامي او نور اقدامات وكړئ۔ وزيراعظم دا امر هم وكړٶ جې د منډۍ او ماركيټ بيعه كښې فرق ختمولو لپ??ره ټېكنالوجي پكار راولئ او د دې فرق ل??ره اونېسې۔ وزيراعظم ووئيل دا د رياست ذمه واري ده چې هر وګړي ته د خوراك څښاك څېزونو وركړه باوري كړي او په دې لړ كښې هر ډول اقدامات وكړئ دغسې چې څوك اوږې اوده نه شي۔