اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف لخوا په ځائي توګه ټاكلې نمائندګان اختيارمنده جوړولو او په ځائي كچه د مسئلو حل لپاره معرفي كوٶنكې د ځائي ح??وم??ونو نوې نظام به په حقيقي معنو كښې انقلاب راولي٬ ځائي ح??وم??ونه به د قامي ??يادت نرسريانې وګرځي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د ځائي ح??وم??ونو د نوي نظام په اړه د اعليٰ كچ غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د دفاع وزير پروېز خټك، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان، وزيراعليٰ محمود خان، د قامي اسبملۍ غړې اسد عمر، د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جھګړا، صوبائي وزير شهرام خان ترکئي او لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اوسني ح??وم?? لخوا معرفي كړې شوې د ځائي ح??وم??ونو په نوي نظام د عملدرامد په اړه خبرې اترې شوې۔ په غونډه كښې ګډون كوٶنكو ته خېبر پښتونخوا او پنجاب كښې معرفي كړې شوې د ځائي ح??وم??ونو نوي نظام په خد وخال تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاكستان تحريك انصاف لخوا په ځائي توګه ټاكلې نمائندګان اختيارمنده جوړولو او په ځائي كچه د مسئلو حل لپاره معرفي كوٶنكې د ځائي ح??وم??ونو نوې نظام به په حقيقي معنو كښې انقلاب راولي٬ ځائي ح??وم??ونه به د قامي ??يادت نرسريانې وګرځي۔ ده ووئيل د تېر وخت په مقابل كښې د نوې نظام له مخې پرمختيائي فنډز په ځائي كچه منتقل كولو سره به نه يوازې بنيادي او اول??ي مسئلې حل كولو ممكن شي بلكې د دې د پرمختيائي فنډز امتيازي تقسيم او د ذاتي خوښې او نا خوښې په بنياد په خاص سيمو كښې د كارولو او د وېش به په موثره توګه لاره نيول ممكن شي۔ ده ووئيل د تحصيل او ميونسپل په كچه نېغ په نېغه انتخاب سره چې يو خوا به اولس ته د اهل او قابلو نمائندګانو ټاكلو موقع په لاس ورشي نو بلخوا به سياسي ګوندونه هم قوي شي۔ وزيراعظم ووئيل دغسې اختيار مندد ټاكلي نمائندګان به غېر د څه خنډ نه د خپلو سيمو رغزنه او پرمختګ كښې برخه واخلي او د اولس مسئلې په ښه ډول هوارې كړي