اسل??م آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نوې پاكستان هاٶسنګ منصوبې له مخې په اسل??م آباد كښې د بېلا بېلو منصوبو په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري، نديم افضل چن، د مركزي بانك ګورنر رضا باقر، د هاٶسنګ سېكتر ډاکټر عمران زېب، د نوې پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرال (ر) انور علي حېدر، د سي ډي اے چيئرمېن عامر احمد علي او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ته د نوي پاكستان هاٶسنګ منصوبې ??و د سركاري زمكو په ښه ډول كارولو ??و د حكومتي پاليسو له مخې اسل??م آباد كښې د كمرشل ٬ استوګنې او كاروباري هلو ځلو لپاره د کثير المنزله ودانيو جورولو په اړه په مجوزه منصوبو تفصېلې بريفنګ وركړې شو۔ د وزيراعظم دفتر لخوا د جار?? شوي بيان له مخې د هاٶسنګ سېكتر وزيراعظم ته ووئيل د اسل??م آباد په جي 13 سېكټر كښې قېمتي زمكه د كمرشل ٬ كاروباري هلو ځلو ??و د استوګنې حاجت ترسره كولو لپاره موجو ده چې پرې کثير المنزله ودانۍ جوړېدې شي ??و دې مقصد لپاره ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو ته بلنه وركړې كېدې شي۔ سېكتر د قصر ناز کراچۍ، چمبه هاؤس لاهور ??و د کشمير پوائنټ سركاري زمكې په كار راوستلو په اړه د سباٶن په مجوزه لائحه وزيراعظم هم ??بر كړٶ۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د نوې پاكستان هاٶسنګ منصوبه د اوسني حكومت مهمه منصوبه ده چې ورسره به نه يوازې د استوګنې او كورونو كمې ترسره كولو له مرسته تر لاسه شي بلكې دې سره به معاشي هلې ځلې هم ګړندۍ شي۔ وزيراعظم ووئيل د هاٶسنګ او كنسټركشن په څانګه كښې به سرمايه كارو ته ممكنه آسانۍ وركولې شي دغسې چې د تعميرات څانګه وده ومومي