اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) وزيراعظم ??مران خان هېواد كښې د سېلګرۍ ځايونه په نړيواله كچه د رامخې ته كولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلې دي د سېلګرۍ ځايونو په خاص توګه د سېلګرۍ زونز جوړولو او د دغې پرمختګ او خپرولو په مهال دې دا خبره باوري كړې شي چې د دې ځايونو قدرتي حسن او ماحول اونه ځپلې شي او په دې لړ كښې د ذيلي قوانين مرتب كولو عمل زر تر زره بشپړ دې كړې شي۔ وزيراعظم ??ا خبرې د سېلګرۍ پحقله د جوړېدونكي ټاسك فورس غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم ??اص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري، ډاکټر فردوس عاشق اعوان، يوسف بېګ مرزا، د پنجاب د سېلګرۍ صوبائي وزير تېمور بھټي، د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ وزير عاطف خان، د كابينې سېكتر معروف افضل، د پي ټي ډي سي اېم دي انتخاب عالم او نورو ګډون وكړو۔ په دې موقع هېواد كښې د سېلګرۍ ودې په خاص توګه د سېل ځايونه په نړيواله كچه رامخې ته كولو او هلته سېلګرو ته د آسانيو وركولو په لړ كښې تر ا??سه په شوي پېشرفت وزيراعظم ??ه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د وزيرِاعظم ??مر له مخې د سېلګرۍ ودې لپاره د جوړ كړې نېشنل ټورازم كوآرډينېشن بورډ او د د??ې له مخې بېلا بېل وركنګ ګروپس تر ا??سه د كاركردګۍ پحقله هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم ??ه ووېيل شول د سېلګرۍ قامي لائحه جوړه كړې شوې۔ په غونډه كښې هېواد كښې د مذهبي سېلګرۍ په خاص توګه د بابا ګورنانك ?? 550?? تلين په موقع د سكه ټولنې هېواد ته د راتګ او په دې لړ كښې د انتظاماتو پحقله هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم ??ه د پي ټي ډي سي نتظيم نو پحقله هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره يو شمېر موقعې شته ٬ ضرورت د دې خبرې دے چې دهېواد د سېلګرۍ ځايونه په نړيواله كچه رامخې ته كړې او سېلګرو لپاره د نړيوال معيار آسانۍ وركولو ته پام لرنه وكړئ