اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي چې اوسني حكومت سره د سختو حالاتو په بجټ كښې ټولو څانګو ته پام كړے٬ په بجټ كښې ټاكل شوي د ټېكس اهداف ترلاسه كېدو س??ه به معيشت مستحكم شي او هېواد به د پرمختګ په لار روان ش??٬ د راتلونكو پنځو كلونو په مهال به د ملازمتونو يو كر??ړ موقعې وركولې شي۔ د اتوار په ورځ د راتلونكي مالي كال 20-2019م په بجټ بحث كښې برخه اخستلو س??ه وفاقي وزير ووئيل چې بجټ د هېواد د معيشت د اړخ ټاكنه كوي٬ د حكومت وژن پاليسي وي٬ چين څلوېښت كاله وړاندې اصلاحات كړي دي۔ ده ووئيل چې كله اوسنې حكومت جوړ شو نو د هېواد د تاريخ تر ټولو زياته كر??ټ خساره 20 اربه ډالر وه۔ د بجټ مالياتي خساره 2.3 كهربه روپې وه۔ دا ډېر لوي چېلنج و۔ ده ووئيل چې اوسني حكومت د كر??ټ اكاؤنټ خساره د 20 اربه نه 12 نيم ارب ته راټيټه كړې۔