اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) سې??ېټ د اعلٰی عدليې په ق??ضي??نو د ريفرنس دائر كولو په ضد قرارداد منظور كړی دې۔د جمعې پھ ورځ سې??ېټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه ظفرالحق قرارداد وړاندې كړو چې پكښې وئېلي شوي وو دا غونډه د حكومت د اړخه د اعلٰی عدليې ق??ضي??نو په ضد دائر ??ړې ريفرنس د عدليې خپلواكۍ او د اعلٰی عدليې ق??ضي??نو خلاف اقدام ګرځوي او د ق??ضي??نو سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي۔قرارداد كښې وئېلي شوي دا غونډه د حكومت نه غوښتنه كوي چې د اعلٰی عدليې ق??ضي??نو په ضد ريفرنس بېرته واخلي۔د دې نه وروستو چيئرمېن په قرارداد د غونډې نه رائے واخستې د كومې چې زياتره غړو منظوري وركړه۔د حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فراز ووئيل څومره بدمرغي ده چې نن دا غونډه په نامناسبه ډول چلولې شي او زمونږ غړو له په دې حقله د خبرې كولو اجازه هم ورنه كړی شوه۔په دې مهال حكومتي غړي د چيئرمېن د چوكۍ مخې ته اودرېدل او د قرارداد پھ منظورۍ يې احتجاج وكړو۔د دوي وېنا وه مونږ له د خبرې په موقع نه راكولو زياتې شوې۔د دې پھ ځواب كښې چيئرمېن ووئيل كه تاسو دا ګڼۍ چې قرارداد پھ سم ډول نه دې منظور شوې نو د دې رد كولو لپاره خپل قرارداد رامخې ته كړې