بیجنګ ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د چين حكومت د وزيراعظم عمران خان لخوا ګوادر كښې د نړيو??ل هوائي مېدان بنياد تيګه اېښودو عمل ستائلو سره وئيلي دي دا منصوبه به نه يوازې د دواړو هې??اد??نو په ګټه وي بلكې د نړۍ په پرم??تګ كښې به هم خپل كردار ترسره كړي۔ دا خبره د چين خارجه وزارت وياند ګېنګ شوانګ د ګل په ورځ بيجنګ كښې د معمول پرېس بريفنګ په مهال د اے پي پي لخوا د يوې پوښتنې په ځواب كښې وكړه۔ ده ووئيل ګوادر كښې د نوې نړيو??ل هوائي مېدان د بنياد تېګه اېښودلو دستوره كښې د وزيراعظم عمران خان ګډون د ستائنې وړ دې۔ مونږ د دواړو هې??اد??نو ترمينځھ د عملي مرستې په امكاناتو بشپړه باور لرو۔ ده ووئيل دا منصوبه به نه يوازې د دواړو هې??اد??نو په ګټه وي بلكې د نړۍ په پرم??تګ كښې به هم خپل كردار ترسره كړي۔ وياند ووئيل پاكستان او چين د بېلټ اېنډ روډ فریم ورک ترسېوري لاندې په بېلو منصوبو كار روان ساتلې دې۔ دا منصوبې ددواړو په ګټه دي۔ ګوادر كښی نوې نړيو??ل هوائي مېدان ددواړو هې??اد??نو ترمينځھ د مرستې يو مثال دې