اسلام آباد ۔ 18 مارچ(اے پی پی) د تعليم او پې??ه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي هر كال درې كروړه زلمي جاب ماركيټ ??ه راوځي۔ دوئي هنرمند جوړول يو لوئے چېلنج دے۔ د حكومت ترټولو لومړۍ ترجيح د زده كړو او روغتيا آسانيو رسنه او د بې وزلۍ ختمول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په يو ځائي هوټل كښې د ورلډ بانك لخوا پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په سرخط د راجوړ كړې شوي سمټ دوهم سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په خپل اولني تقرير كښې د تعليم او د خوراك كمي لامله د كوچنيانو د مناسبې ودې نشتوالي په خاص توګه ذكر كړې وو۔ دې څخه زمونږ په دې څانګو كښې د ترجيحاتو اندازه لګېدې شي۔ ده وئيل مو??ږ په بشري پرمختګ كار كوو او اولس د بې وزلۍ كچې څه ويستل زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل زمونږ وزارت 5 څانګو ته خاص پام ګرځولې دې په دې كښې د لوستې شرح زياتول تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل زمونږ په هېواد كښې 32 فیصد وګړي ليكل او لوستل كولې نه شي۔ دا لوئې چېلنج دې۔ ده ووئيل كه په 4 كلونو كښې مو??ږ د لوستې شرح تر 70 فيصده رسوو نو مو??ږ ??ه به د لوستې 70 زره مركزونه پرانستل وي۔ دې لپاره يوه پالېسي جوړو۔ ده ووئيل 2 کروړه نه زيات كوچنيان سكول نه بهر دي۔ زمونږ حكومت ددې كوچنيانو سكول ??ه راوستلو له يو مهم پېل كړی دې۔ دې نه وړاندې بشري پرمختګ لپاره د ورلډ بېنک دوهم صدر انیتا ډکسن په لوستې كښې په زياتوالي ٬ د مور او بچي د روغتيا او بې وزلۍ ختمولو له د نړيوال بانك په ګامونو رڼا واچوله۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې دې ووئيل نيوزي لېنډ كښې په رامخې ته شوې افسوسناكې پېښې مو??ږ ته خفګان شوې۔ دې ووئيل دې پېښه كښې د شهيد شويو پاكستانيانو غمجنيو كورنيو سره غم كښې يو ډول شريك يؤ