اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي)وزیراعظم عمران خان د اسلام په ترویج كښ?? د صوفیاﺀ کرامو کردار اوم د تصوف پحقله نوې كل د خبرولو په حاجت زور رواړولو سره د تصوف او سيرت سټډيز جوړولو په اړه عملي خاكه جوړولو لپاره خاص كمېټي جوړه كړې ده۔ د ګل په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښ?? د تصوف او اسلام په ترویج كښ?? د صوفیاء کرامو خدمات رامخې ته كولو او په دې شخصياتو د تحقيق ودې په لړ كښ?? د تعليمي او تحيقيقي ادارې جوړولو په سلسله كښ?? د لوړې كچې غونډه وشوه۔ په غونډه كښ?? د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قا??ری، د قامي خوراك وزير صاحبزادہ محبوب سلطان، د پنجاب د اوقاف وزير پیر سید سعید الحسن، د پنجاب د لوړو زده كړو وزير یاسر همایوں سرفراز، د قامي اسمبلۍ غړي خواجه شیراز محمود، د اېچ اي س?? چيئرمېن طارق بنوري، د مدينه فاٶنډېشن چئ??رمېن میاں محمد حنیف، پروفېسر ډاکټر نور احمد شاہ تاج، خواجه قا??م سیالوی او د اړوند څانګو لوړ پورو ګډون وكړو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښ?? وزیرِاعظم ووئيل د اسلام په ترویج كښ?? د صوفیاﺀ کرامو کردار او د تصوف پحقله نوې كل خبرولو د وخت ضرورت دے٬ د تصوف او اسلام په ترویج كښ?? د صوفیاء کرامو خدمات رامخې ته كولو او په دې شخصياتو د تحقيق ودې په لړ كښ?? تعليمي او تحيقيقي ادارې جوړول ډېر اهميت لري۔ ده ووئيل د دې ډول ادارو جوړېدل او په دې كښ?? د كېدونكي تحقيق څخه نه يوازې به نوې كول د اسلام د اصلي تعليماتو نه خبر شي بلكې د مذهب په نامه د كېدونكي استحصال څخه به هم ټولنه بچ كړې شي۔ په دې لړ كښ?? د ٬ نور الحق قا??ري، طارق بنوري ، خواجه شیراز محمود او میاں محمد حنیف پشمول يوه كمېټي جوړه كړې شوه چې به د تصوف او سيرت سټډيز جوړولو په اړه عملي خاكه (كانسېپټ پيپر) وزيراعظم ته وړاندې كوي۔ په غونډه كښ?? د درګاه او مزاراتو زائرینو ته مناسبه اسانۍ وركولو په اړه د اقدامات هم جاج واخستلې شو۔ وزیراعظم امر وكړٶ چې د اوقاف غېر استعمال شوې زمكې پكار راوستلو او د دغې مصرف لپاره لائحه عمل دې جوړ كړې شي دغسې چې نه يوازې په دې زمكو ځينو ځايونو كښ?? د ناجائزه قبضه ګرونو څخه دا زمكه راخلاصه كړې شي بلكې د دې مناسب استعمال هم باوري كړې شي او دې څخه ترلاسه كېدونكې آمدن په درګاه او د زائرينو آسانيو لپاره خرڅ كړې شي