اسلام آباد ۔ 17 جنوری (اے پی پی) پاکستان يو وارې بيا په ډاګه كړې هند په ??فغانستان او افغانستان مصالحتي عمل كښې هېڅ كردار نه لري۔ هندي تورونه بې بنسټه دي۔ پاكستان كښې بارډر اېكشن ټيم فورس هېڅ وجود نه لري۔ پاكستان به د افغان مصالحتي عمل ملاتړ او د سهولت كار كردار دوامداره ساتي۔ وزیراعظم به د جنورۍ په 21 مه نېټه په ??وه ورځنۍ سركاري دوره قطر ته ځي۔ پاكستان به د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي او د كشمير مسئله به په هر نړيوال فورم پورته كوي۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل پاكستان د افغان روغې جوړې عمل بشپړ ملاتړ كوي او په ??ې خبره باور لري چې افغان ستونزه يوازې د افغان حكومت او اولس په مشرتابه كښې د سولييزو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي۔ ده ووئېل پاكستان به د امريكا او طالبانو ترمينځھ د خبرو اترو عمل له د سهولت كار كردار ترسره كوي ٬ ده ووئېل هند افغانستان او افغان مصالحتي عمل كښې هېڅ كردار نه لري۔ وياند ووئيل پاكستان به د افغان مصالحتي عمل مرسته او ملاتړ دوامداره ساتي۔ د منطقې امن او استحكام افغانستان كښې د امن سره تړلې شوې ۔ د امريكې خاص استازي څوك چې دا مهال د پاكستان په ??وره راغلې هم د دې هڅو په لړ كښې به خارجه وزارت كښې د افغانستان د روغې جوړې عمل په ??ړه پاكستاني مشرتابه سره خبرې كوي۔ وياند د بارډر اېکشن ټیم په ??ړه هندي تورونه رد كولو سره ووئيل پاكستان كښې بارډر اېكشن ټيم فورس هېڅ وجود نه لري۔ وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل نوې ډيلي كښې پاكستانې سفارتكار د بې بنسټه تورونو په ??نياد نيولې شوې كوم چې د ويانا كنونشن او سفارتي آدابو په ??د كار دے۔ بيا د پاكستان لخوا د سخت احتجاج نه وروستو هغه خوشې كړې شوې۔ وياند ووئيل د كشميري اولس د آزادۍ مبارزه له مينځه وړولو له د هند ټولې هڅې ناكامه شوي ۔ هندي قابض ځواكونه د ظلم او زياتي انتها كولو سره په قصد عام وګړي په نښه كوي۔ وياند ووئيل پاكستان به د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ دوامداره ساتي او د كشمير مسئله به په هر نړيوال فورم پورته كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به د جنورۍ په 21 مه نېټه په ??وه ورځنۍ سركاري دوره قطر ته ځي۔ هغه به د قطر امير شېخ تمیم بن حماد الطهانی او خپل قطري همڅنګ سره ملاقات كوي۔ ده ووئېل ملاقات كښې به د 100 زره پاكستانې آفرادي قوت برآمد كولو په ??مول د شريكې خو??ې په چارو بحث كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سعودی ولی عهد محمد بن سلمان به راوانه مياشت پاكستان ته راځي او د دورې نېټه به د دوه اړخيزه مشاورت څخه وروستو ټاكلې شي۔د پاك ايران اړيكو په ??ړه وياند ووئيل ايران زمونږ ګاونډي هېواد دے او تهران سره پاكستان په ??ړه پورې اړيكې لري