اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير ډاکټر شیرین مزاري وئيلي دې د بې دركه كسانو په معامله بل منظورۍ لپاره وړاندې كوٶ٬ مونږ د ټولې مخالفې ډلې مرستې ته ارزښت لرو ٬ په غېر قانوني توګه څوك پورته كول او وژل جائز نه دي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته محسن داوړ ووئيل د طاهر داوړ د اغواء او بيا د وژنې په اړه د جے آئي ټي تحقيقات څه وشول٬ د سندھ وزیراعلیٰ او د بلاول بھټو زرداري ن??مې په اي سي اېل كښې شاملولو سره كوچنو صوبو ته ??وم پېغام وركړې كېږي٬ د ګلالۍ اسماعيل نامه هم په ناجائزه توګه په اي سي اېل كښې شامله كړې شوې ٬ د دې په ځواب كښې وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري ووئيل د طاهر داوړ كېس پحقله به داخه وزارت تفصيلات وړاندې كوي ٬ راؤ انوار ته سزا وركول پكار ديه ٬ په دې كښې دوه رائے نشته٬ مونږ د بې دركه كسانو په اړه بېن الوز??رت?? كمېټي جوړه كړې ٬ دې ووئېل دا مسئله سخته خو ده خو په رو رو په دې لړ كښې مخ په وړاندې ځوو۔ مونږ چې په دې لړ كښې ??وم قانوني بدلون كوٶ په ھغې كښې به مونږ ته د مخالفې ډلې مرسته پكار وي۔ دې ووئېل د ??وم ټرائل نه غېر او په غېر قانوني توګه څوك پورته كول او بيا وژل جائز نه دي مونږ به دا سلسله ختموٶ۔ دې ووئيل د بلاول بهټو په معامله به د كابينې په غونډه كښې غور كولې شي