اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي په تهران كښې د ايران خارجه وزير جواد ظريف سره ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايز ص??رت??ال خبرې وشوې۔د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير د ګل په ورځ د څلور ملكي دورې په دوهم پړاؤ كښې تهران ته رسېدلې۔د مهرآباد په هوائي اډه د لوېديزې آسيا ډي جي رسول اسلامي د ده هركلے وكړو۔د ايران خارجه وزير سره په ملاقات كښې دواړو شخصياتو د پاكستا?? او ايران په اړيكو او د منطقې په ص??رت??ال تفصيلي خبرې وكړې۔د ملاقات پھ مهال خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه د پلاوي نور غړي هم موجود وو۔پھ دې موقع مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان ايران سره سياسي او اقتصادي اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ده ووئيل چې ګاونډي هېوادونو سره په اړيكو كښې بهتري زمونږ د خارجه پالېسۍ وړومبۍ ترجيح ده۔په دې موقع د ايران خارجه وزير جواد ظريف ووئيل چې ايران د دواړو هېوادونو غوره اړيكو او پاكستان سره د دوه اړخيزه مرستې ??دې لپاره پوخ عزم لري۔د دې څخه وړاندې خارجه وزير د خپلې څلور ملكي دورې په وړومبي پړاؤ كښې د ګل په سهار د افغانستان پايه تخت كابل ته تللې و۔ده افغا?? اولس مشر اشرف غني او د افغانستان خارجه وزير سره ملاقاتونه وكړل۔په دې ملاقاتونو كښې په دوه اړخيزه اړيكو٬د افغانستان د امن عمل او په نړيواله او سيمه ايز ص??رت??ال خبرې وشوې۔(م ع/ګ