اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په هېواد كښې د ماحولياتي خطرو او موسمي بدلون په اړه په لويه توګه د شعور بېدارولو پھ حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي فنكاران د دغسې چېنلجونو څخه خبرتيا پیدا كولو له كردار ترسره كولې شي٬په دې ستونزو قابو موندل زمونږ شريكه ذمه واري ده٬مونږ له به خپل نوي نسل له محفوظ ماحول باوري كولو له ??امونه پورته كول وي۔ده د نهې پھ ورځ پي ??ېن سي اے كښې”آرټ فار كلائمېټ چېنج”دستورې ته خطاب كولو۔اولس مشر ووئيل د موسمي بدلون د هېوا?? د ??ېلګرۍ به سيمو كښې په منفي اثراتو كتلو خفه كېږم ٬ دغې اثراتو او د هغې د انسان په ژون?? د ??طرو ترمخه د ټولو شراكتدارو د اړخه په سمدستي توګه اقداماتو ته اړتيا ده٬ ده ووئېل مونږ له په ماحولياتي ستونزو نظر ساتلو سره به اونو بوټو نالولو ته وده وركول وي دغسې چې پھ دې اړه په ماشومانو كښې هم خبرتيا راپیدا شي٬ اولس مشر عارف علوي ووئېل مونږ د موسمي بدلون منفي اثراتو څخه نوې نسل محفوظولو لپاره ګامونه پورته كولو ته اړتيا لرو ۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل امنيتي صورتحال كښې ښه والي سره په هېواد كښې د سېلګرۍ هلې ځلې زياتې شوې۔ده ووئيل آرټ د موسمي بدلون په حقله خبرتيا پیدا كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔اولس مشر ووئيل پاكستان د بدهه تهذيب غوندې د قيمتي ورثې لرونكې هېواد دے كوم چې د سېلګرۍ صنعت ته لا پرمختګ وركولو لپاره ذر??عه ګرځيدې شي۔اولس مشر ووئيل زه په آرټ كښې خاص خوښي لرلم او هم دغه وجه ده چې آرټ ګيلريز ته ځم راځم۔اولس مشر ووئيل شاعري هم زمونږ ښه ورثه ده خو په دې كښې د وګړو خوښي لرل كمېږي٬مونږ هڅه كوو چې ايوان صدر كښې د مرزا غالب په ياد كښې يو دستوره وكړو ۔د دې نه پس اولس مشر پي ??ېن سي اے كښې د بېلو فنكارانو فن پارې هم وكتلې او د هغوي فن يې وستائېلو۔