اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوی د دې امر څرګند??نه كړې چې هېواد كښې خپلواكه ٬ سپېځلې ٬ منصفانه ټولټاكنې كول د الېكشن كمېسون بنيادي ذمه واري ده٬ مونږ له به د ټاكنو كمېسون دومره قوي كول وي چې د لنډ مهاله حكومتونو ضرورت به نه پاتې كېږي او نظام به چلېږي٬ ووټران په خاص توګه مېرمنو له خپل حق خامخا كارول پكار دي٬ د دوي ?? جمهوري اقدارو په استحكام كښې ??ركزي كردار لرې۔ اولسمش د دې خيالاتو څرګند??نه ?? جمعې په ورځ ايوان صدر كښې د ووټرز قامي ورځې دستورې ته خپلې وېنا كښې ??كړه۔ دستورې ته د ټاكنو كمېسون چيف كمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا هم وېنا وكړه ۔ اولس مشر هېواد كښې ??ه انتخابي نظام رڼا اچولو سره ووئيل پاكستان د نړۍ په هغه يو څو هېوادونو كښې شمېر دے چرته چې لنډ مهاله حكومت جوړېږي د كومې ضرورت چې ځكه پېښېږي چې مونږ خپل كمېسون دومره نه دې قوي كړې لكه پكار ٶ٬ ده ووئېل زمونږ منزل دا پكار دے چې د سباٶن قانون سازۍ او د آئين په اعتبار سره زمونږ كمېسون دومره خپلواكه او آزاد وي څومره جې د نړۍ په نورو هېوادونو كښې دي دغسې چې د پېچلتيا وړ د لنډ مهاله حكومتونو امكان كم شي ٬ ده ووئېل د لنډ مهاله حكومت ضرورت ځكه وي چې ټاكنې سپېځلې ٬ بې پرې او خپلواكه وشي او كه مونږ خپلواكه او قوي نظام وضع كړو نو د لن ډمهاله حكومت حاجت به پاتې نه شي لكه څنګه چې دلته نګران سپيريم كورټ نه وي ٬ اولس مشر ووئېل مونږ د تسلسل وړ په دې نظام بشپړ باور لرو چې ھغوي به انصاف كوي۔ اولس مشر ووئيل زه په دې خبره باور لرم چې آزادو او سپېځلو ټول ټاكنو لپاره ووټر ته خپل حق كارول پكار دې ٬ هم دا ??نياد دے او دا ??نياد چې څومره قوي وي دومره به پاكستان د پرمختګ په لاره روان شي ۔ اولس مشر دستوره كښې د ګډون كوٶنكو په ايوان صدر كښې ??ركلي كولو سره چيف الېكشن كمشنر او د ھغه ډلې له مباركي وركړه څوك چې هر كال دا ??ستوره كوي او د اولس د ووټ اهميت ٬ افاديت او تقدس رامخې ته كولو لپاره هڅې كوي۔ اولس مشر دا ??بره هم رامخې ته كړه چې پاكستان كښې ??ه يوه ورځ د ټولو نه لوے مشق د ټول ټاكنو وي٬ د دې نه لوے بل كار نه وي چې پكښې ??ه كروړونو خلق برخه اخلي او ووټ كاست كوي٬ امنيتي ادارې د امن ذمه وارۍ ترسره كوي او د ټاكنو كمېسون مركزي كردار سره لويه كارنامه ترسره كوي٬ ده ووئېل د دې نه وړاندې د كمېسون پنځه كاله پرله پسې د دې عمل تيارې كوي او د دې نه پس د ټولټاكنو په ورځ دا ??مل پائې ته رسيږي ۔ اولس مشر عارف علوي ووئيل زه پھ دې كښې ??ېڅ شك نه لرم چې د كال 2013 او 2018 ټول ټاكنو تر مينځه ډېر فرق ؤ او ښه والې راغلې٬پھ دې كښې ??ارليمان هم كردار لري ۔ده ووئيل د يوې اوږدې مودې جمهوري عمل او تجربې څخه تېرېدو نه پس زه ګڼم چې الېكشن د دې امر اهتمام دې چې كوم كس د رائے وركولو اهل دے٬هغه خپله رائې وركولې شي او هم دغه د الېكشن د ورځې اصل مشق دے۔ده د ټاكنو اصلاحاتو ذكر كولو سره ووئيل دا ځل په ټول ټاكنو خرڅ??نه كم كړي شوي ٬لويې لويې پينافليكسز٬سائن بورډز او د بينرز جوړولو هر يو كس متحمل كېدې نه شي٬د دې لاره نيولې شوې ٬ ده ووئېل د 2018 ټول ټاكنو كښې خرڅ??نه ضرور چېك كړی شوي خو اوس هم نور ګام??نه پورته كېدې شي ځكه چې اوس هم د يو عام وګړي لپاره ګران مشق دے ځكه چې په ګرده نړۍ كښې ??يسه او اثر لرونكي كسان د ټاكنو په عمل اثر پريباسي۔ده پھ دې خبره زور راوړو چې مونږ له په خپل هېواد كښې ??ه دې حقله چمتو اوسېدل پكار دي او لا ګام??نه پورته كول دي دغسې چې د ټول ټاكنو په عمل كښې خرڅ??نه د لږ نه لږ شي۔اولس مشر الېكشن كمېشن ته د ټاكنو فهرست??نه په ښه ډول جوړولو مباركي وركړه۔ده ووئيل د رائے وركونكي په پخه يا عارضي پته د ووټ اندراج د هغه حق دے او د هغه خوښه ده چې رائے چرته او چا له وركوي دغسې د درك بدلولو په حقله لا آسانۍ پیدا كول غواړي چې پكښې زيات كردار د پارليمان دے۔ده ووئيل الېكشن كميسون آر اېم اېس نافذ كړې دغسې د 8300 سروس هم د ستائېلو دې۔ده ووئيل په ځينو هېوادونو كښې ??وټ وركول لازم دي او په ځينو هېوادونو كښې ??ه ووټ نه وركولو جرمانې هم شته۔ده په الېكشن كميسون د پارلمان په غړو زور راوړو چې هغوي پريكړه وكړي چې د 2023 ټول ټاكنې څنګه پكار دي او په دې لړ كښې څه ګام??نه پورته كول غواړي۔اولس مشر د سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو په حقله د خپلو 12 كلونو هلو ځلو ذكر كولو سره ووئيل زمونږ په هڅو سپريم كورټ سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ وركولو پريكړه كړې۔د پولنګ سټېشنو د كيمرو لګولو په حقله اولس مشر ووئيل چې ما په انتخابي اصلاحات كمېټۍ كښې ??ئېلي وو چې په هرپولنګ سټېشن كيمره لګول غواړي او بيا وروستو په حساس پولنګ سټېشنو كيمرې ولګولې شوې۔اولس مشر ووئيل مېرمنو له د ووټ حق خامخه كارول پكار دي او الېكشن كميسون په دې لړ كښې ګام??نه هم پورته كړې دي دغسې په شانګله كښې ??ه مېرمنو د لږ رائے په رامخې ته كېدو هلته بيا پولنګ شوې كوم چې يو غوره ګام دې۔اولس مشر ووئيل معذوره كسانو له د خپل حق كارولو لپاره لا آسانۍ وركول غواري زه وائم چې دې ته لا پام لرنه پكار ده۔ده ووئيل د ټول ټاكنو 2018 په حقله پارليماني كمېټي جوړه شوې كوم به چې خپل وړاندېز??نه وركوي او د 2023 راروانو ټول ټاكنو په حقله د غوره نتيجو هيله لرو۔ده ووئيل د ستونزو لرې كولو او ووټ وركونكو له آسانۍ پېدا كولو مقصد دا ??ے چې د ټول ټاكنو په حقله په اولس كښې ??ومه شخړه راپېدا نه شي چې ورسره جمهوري عمل شكمن شي۔ده ووئيل د خپلواكه او سپيځلو ټول ټاكنو نه بغېر جمهوريت نه شي چلېدې۔دې لپاره شخړيز څيز??نه لرې كول غواړي۔ده ووئيل د اليكټرانك ووټ مشين په حقله هم الېكشن كميسون خبر كړی شوې و چې هغه مشين به د كوم نوعيت وي او څومره ګنجائش به لري۔او د دغې په كارولو كښې ??ېڅ زيان نشته۔نتيجې به زر تر زره راځي او د بيا شمېرلو عمل به هم آسان وي۔ده ووئيل د 2023 الېكشن سپيځلې جوړولو له د الېكشن كمېشن او حكومت او پارليمان ذمه واري ده چې دا ??مل وړاندې بوځي او خپل كار بشپړ كړي۔)