اسلام آباد 03 دسمبر(اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي د پاكستان وژن 2025م له مخې ځوان نسل له د تعليمي انقلاب د لارې غوره سباؤن وركول د وفاقي حكومت مشن دے ٬ اوسنې حكومت په ځائي كچه د لوړو ??ده كړو د ا??راو يو نېټ ورك جوړولو سره اولس ته د ا??انيو اضافې لپاره كار كوي۔ ده دا خبرې تېره ورځ د سنټرل ډويلپمنټ وركنګ پارټې غونډې ته د وېنا كولو ??ه مهال وكړې۔ په غونډه كښې د وفاقي وزارتونو او د صوبائي محكمو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د تعليم٬ د ا??لاغ ذريعو او د سيمه ايز پرمختګ په اړه پروژې وړاندې كړې شوې۔ په غونډه كښې د سي ډي ډبليو پي د تعليم ډويژن په لخوا دوه پروژې وړاندې كړې شوې د كومو چې منظوري وركړې شوه۔ غونډه كښې په ټول هېواد كښې د بنيادي تعليمي سكولونو جوړولو لپاره د تعليم ډويژن لخوا د 4 اربه 5 كروړه 7 لكه روپې د لګښت پروژه هم وړاندې كړې شوه كومه چې لا منظورې لپاره اېكنك ته ولېږلې شوه۔