لاهور 10 نومبر(اے پي پي) سارك چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري پاكستان څانګې په چنائي ك??ې د نومبر په 10مه نېټه پېل كېدونكې د اېګزېكټو كونسل په 76مه درې ورځنې غونډه كښې ګډون په عېن وخت منسوخ كړو۔ د سارك چېمبر سينئر نائب صدر افتخار علي ملك مېډيا سره په خبرو كښې وئيلي دي چې په غونډه ك??ې د ګډون نه كولو وجه د هند لخوا پرله پسې ?? پاكستان دښمني او په خاص توګه د سارك مشرانو د 19مې غونډې تباه كولو هڅه ده۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د وزيراعظم جوړېدو نه پس په خپله وړومبې وېنا ك??ې د هند په اړه ?? پاكستان پاليسي واضحه شوې وه په كومه كښې چې وزيراعظم وئيلي وو چې كه هند د منطقې ?? پاتې طبقې پرمختګ او اړيكې معمول ته راوستلو لپاره يو قدم مخكښې راځي نو پاكستان به دوه قدمونه ورشي خو د دې په ځواب ك??ې د هند وزيراعظم نرېندر مودي د تكبر او منفي طرز عمل څرګندونه وكړه او دې سره اړيكې معمول ته د راوستلو هڅې آغېزمنې شوې۔ ده ووئيل چې هند ?? پاكستان د خېر سګالې جذبه ضائع كړه٬ د ګاونډي هېوادونو ترمېنځه د اړيكو استحكام د يو اړخيزه عمل د لارې ممكن نه وي۔ ده ووئيل چې هند منطقه وېشل غواړي۔ په كال 2016م ك??ې د سارك د مشرانو ك??فر??س په پاكستان كښې كېدونكې و خو هند د دې بائيكاټ وكړو۔ دغسې په كال 2018م ك??ې د سارك د مشرانو د ك??فر??س هم هند بائيكاټ وكړو او منسوخ كړے شو۔ ده ووئيل چې د سارك هېوادونو لپاره يو قوي بنياد جوړول ډېر مهم دے٬ د دې نه بغېر د سوئيلي اسيا د اقتصادي يونين خوب تعبير نه شي موندلې۔