ګوادر/اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پی پی) لنډ مهاله اولس مشر محمد صادق سنجراني وئېلي دي ګوادر د منطقې او د براعظمونو ترمينځه يوه لويه اوبئيزه او زمكېيزه لاره جوړېدونكې ده٬پاكستان په آسيائي منطقه او ??ړي??اله كچه د دې تږ لارې تر مخه د مسئلو حل او خوشحالۍ لپاره د كېدونكو هڅو ملاتړ كوي٬په آسيائي منطقه كښ?? رامينځ ته كېدونكي سياسي بدلونونه او حالات د دې خبرې تقاضا لري چې امن پرمختګ او د خوشحالۍ ودې لپاره په ګډه كار وكړې شي او ستونزې په سوله د خبرو اترو او د سفارتكارۍ د لارې لرې كړې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په ګوادر كښ?? د آسيائي پارلماني اسمبلۍ د سياسي چارو او د آسيائي پارلمان د تشكيل خاص كمېټۍ غونډې ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښ?? وكړی۔په دې ??ړي??اله غونډه كښ?? د 23 هېوادونو 88 استازي او د بين الپارلماني ائتلاف عمومي سېكتر هم شريك دې۔غونډې ته په خپله وېنا كښ?? صادق سنجراني ووئيل د آسيائي پارلماني استازو دا فورم په منطقه كښ?? د شركت ودې٬امن٬پرمختګ٬جمهوريت او استحكام لپاره هڅې دي۔د دې فورم په نتيجه كښ?? به د مثبت سياست ودې لپاره د موثره اقداماتو او د نوو رجحاناتو پلو لارښونه تر لاسه شي۔صادق سنجراني ووئيل وفاق مستحكم كولو لپاره د وفاق او صوبو مرسته زياتولو ته پام لرنه كوو ده ووئيل بلوچستان د معدني ذخيرو څخه ډك دے او په تېر وخت كښ?? يې پرمختګ ترلاسه كولو لپاره هڅې كړې ۔دا صوبه نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې منطقې تقدير بدلولې شي۔لنډ مهاله اولس مشر ګډون كوونكو ته ووئيل په سماجي اقتصادي او كاروباري چارو كښ?? په ترجيحي بنيادونو بهتري راوستلې شي چې دغسې په غربت او محرومۍ كښ?? كمې راشي او صوبه د پاكستان د اقتصادي پرمختګ په چوكاټ كښ?? شامله كړی شي۔صادق سنجراني ووئيل د پاكستان 60 فيصده آبادي د ځوانانو ده٬دا يو ښه كنزيومر ماركيټ دے٬راتلونكې وخت كښ?? به پاكستان د مينځني ختيز٬افريقې او د اروپاﺀ منډۍ يو بل سره د تړلو جوګه شي او هغه وخت به لګښت نور هم كم شي۔ده د اے پي اے هېوادونو ته ووئيل چې هغوي پھ معاشي معاشرتي او كلتوري توګه مربوطې آسيا لپاره د پاكستان ملګرتيا وكړي او د دې برخه جوړ شي۔صادق سنجراني ووئيل د دې اسمبلۍ غړي هېوادونه يو ډول ستونزې لري۔ده خبردارې وركړو چې انتهاخوښي د منطقې او نړۍ لپاره د زيات خطر سبب ده او د دې لويه وجه غربت او جهالت دې۔صادق سنجراني د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښ?? د پاكستان د كردار ذكر كولو سره ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښ?? د فرنټ لائن سټېټ كردار ترسره كړې او د منطقې او نړۍ امن او استحكام لپاره يې قربانۍ وركړی ۔د پاكستان اولس پارلمان او امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ مكمل خاتمې لپاره پوخ عزم لري۔ده په ګوادر كښ?? د دې غونډې هركلے وكړو او وې وئېل دې سره به د سيمې په اړه منفي تاثر زائل كېدو له مرسته تر لاسه شي۔غونډې ته د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير اعظم خان سواتي هم وېنا وكړه ٬ ده وئېل پاكستان ګڼ شمېر كلتورونه لرونكې هېواد دے چې پكښې بېلا بېلې ژبې وئېلې كېږي۔ده د ??ړي??ال پلاوي هركلے وكړو او د سي پېك اهميت يې هم په ډاګه كړو۔په غونډه كښ?? سناتور مشاهد الله خان په سېنېټ كښ?? مخالفې ډلې مشر راجه ظفرالحق نمائندګي كولو سره په خپله وېنا كښ?? ووئيل ګوادر اقتصادي پرمختګ او د منطقې خوشحالۍ لپاره مهم ځاې دې