اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د قائد ملت لیاقت علی ??ان د تصوراتو او تعلیماتو ودې له د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي مونږ له به د پاكستان رياست لپاره د لياقت علي ??ان د وضع كړې روښانه لارې او د ھغه د خپلو كړو اصو??و ??ه سختۍ سره پېروي كول وي ۔ ده دا خبرې د قائد ملت لياقت علي ??ان 67مې كليزي په موقع خپل پېغام كښې كړې كومه چې به (نن) د نهې په ورځ لمانځلې شي۔ اولس مشر ووئيل د لياقت علي ??ان شمېره د پاكستان په موسئسانو كښې كېږي٬ لیاقت علی ??ان د قام بابا قائداعظم محمد علی جناح سره په ګډه د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د جلا وطن په ترلاسه كولو كښې په استقامت سره هلې ځلې كړې٬ د ھغ??ي خدمات د آزادۍ د غور??نګ په تاريخ كښې زرين باب دے٬ ده ووئېل د پاکستان وړومبي وزیراعظم او د قائداعظم باوري ملګري په حېث هغه د نوي رياست په خاص توګه د كډوالو بحالۍ لپاره د قدر وړ خدمات ترسره كړي۔ اولسمشر عارف علوي ووئيل لياقت علي ??ان په يو داسې نازك وخت كښې حكومت سنبهال كړې ٶ چې پاكستان كورنو او بهرنو چېلنجونو سره مخ ٶ خو هغوي دا ذمه واري ډېره په ښه ډول ترسره كړې ٬ ھغوي د جمهوري اقدارو مرستيال او پېروكار وٶ او د جمهوري ادارو بنياد لپاره ئې سخته خواري كړې ۔ اولس مشر ووئيل د اكتوبر په 16مه نيټه كال 1951 كښې په يو ناوړه پېښه كښې قام دې عظيم لارښود څخه محرومه شو خو د پاكستان جوړېدو نه وړاندې او وروستو به د ھغ??ي خدمات ت?? ياد ساتلې شي۔ په دې موقع بېلا بېلې دستورې٬ واكس٬ سېمينارز او غونډې وشوې چې پكښې قائد ملت لياقت علي ??ان ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔