اسل??م آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په ضمن?? ټاكنو كښې پاكستان تحريك انصاف تر ټولو زيات 11 لكه ووټونه اخستې دي٬پي ټي آئي او اتحادي ګوندونو پ?? 17 چوكو كاميابي ترلاسه كړی٬وزيراعظم او اعلٰی وزيران د ضمن?? ټاكنوحلقو ته نه دي تللې او نه پھ دې حلقو كښې د هوائي اډو پشمول د لويو لويو پروژو اعلانونه شوي ۔د نهې پھ ورځ د خبري كنفرنس په مهال د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل پي ټي آئي په ضمن?? ټاكنو كښې تر ټولو زيات ووټونه ترلاسه كولو سره ثابته كړې چې د پاكستان اولس پي ټي آئي سره ولاړ دے۔ده ووئيل په ضمن?? ټاكنو كښې په وړومبي ځل د ضلعو پ?? كچه د كمېټو مشري ډي سي٬پوليس يا د ريونيو افسرانو ته نه ده وركړې شوې۔ده ووئيل ټول اپوزېشن يو ځاې شوې ؤ خو بيا يې هم پي ټي آئي له ماتې ورنه كړه۔د ??نو او اټك چوكۍ د پي ټي آئي كانديدانو بيللې دي ځكه چې هلته يو شمېر كانديدان ولاړ وو او ګټھ يې د نورو ګوندونو كانديدانو ته رسېدلې۔ده ووئيل د جهلم د صوبائي اسمبلۍ د نتيجو سركاري اعلان نه دې شوې او تراوسه د څو ووټونو فرق دے