لندن 19 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان وئيلي دي چې د پاكس??ان حكومت د بينائې څخه د محرومې مخ نيوي ??پاره هڅې كوي او په دې لړ كښې هر ډول ممكنه اقداماتو كولو لپا??ه پوخ عزم لري۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د دولت مشتركه د مشرانو غونډې په موقع د بينائې په اړه د خېر ښېګړې نړيوالو ادارو پېك وژن او سي بي اېم س??ه په غونډه كښې وكړۍ۔ د يادونې وړ ده چې پېك وژ?? د ??ينائې څخه د محرومې خاتمې لپا??ه په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د سمارټ فون ټېكنالوجې د استعمال او د روغتيا په اړه د افرادي قوت د تربيې په مېدان كښې يوه نامتو اداره ده٬ دغسې سي بي اېم د يوې پېړې نه په نړيواله كچه د بينائې څخه د محرومې په څانګه كښې كار كوونكې نړيوال غېر سركاري پرمختيائي تنظيم دے۔ په غونډه كښې د پېك وژن نمائندګي سي اي او او شريك باني ډاكټر اېنډريو باستاؤروس وكړه۔ د سي بي اېم نمائندګي ډائرېكټر آئي هېلتھـ ډاكټر بابر قريشي وكړه۔ په غونډه كښې د علاج قابل د نابينا كېدو د خاتمې په اړه پاكس??ان ته ورپېښو چېلنجونو ته پام وكړے شو۔ د يوې اندازې له مخې د پاكس??ان د 80 لكو نه زيات وګړي د بينائې څخه محرومې سره مخ دي۔ سي بي اېم س??ه پېك وژن د پاكس??ان د روغتيا بنيادي ډهانچه او عمله په كار راوستلو س??ه پاكستاني وګړو لپاره د تشخيص او د علاج نوې حل وړاندې كولو لپاره خپل شركت ته تيار دے۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پېك وژن ته د پاكس??ان د دورې كولو بلنه وركولو س??ه په پاكس??ان كښې د نابينا كېدو مخ نيوي ??پاره د حكومت د عزم څرګندونه وكړه۔ ده په دې لړ كښې يو قومي پروګرام لپاره د حكومت د بشپړه ملاتړ كولو څرګندونه هم وكړه۔ پېك وژن او سي بي اېم دې نېك مقصد لپا??ه پاكستاني حكومت س??ه په ګډه په كار كولو اتفاق وكړو۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او په برتانيه كښې د پاكس??ان هائي كمشنر سيد ابن عباس هم ګډون وكړو۔