اسلام آباد ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د سعود?? سمندري ځواك دوهم مشر فهد بن عبدالستار الفوفيلي ملاقات وكړو۔وفاقي وزير د ملاقات په مهال پاكستان سره وخت په وخت په مرسته كولو د سعودي پلاوي مننه وكړه۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د سپر مشاك هوائي جهاز او د پاكستان ايروناټيكل كمپلېكس ترمينځه روانه مرسته وستائله۔ دواړو اړخونو په دفاعي پېداوار په خاص توګه د سمندري جهازونو جوړولو په صنعت كښې د شريكې مرستې زياتولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ وفاقي وزير سعودي كمانډر او پلاوي ت?? د ??اكست??ن لخوا دفاعي مصنوعات او د سامان وركولو وړاندېز وركړو دغسې چې د سعودي وسله وال ځواكونو حاجتونه ترسره كړې شي۔وفاقي وزير د پاكست??ن لخوا سعودي عرب ته په دفاعي پېداواري ادارو كښې د جنګي سامان تجرباتي كره كتنې وړاندېز هم وركړو او وې وئېل چې پاكستان د وسلې او د آپټېكس تيارولو كښې هم سعودي عرب سره مرستې له چمتو دې۔د ملاقات په مهال د جنګي الوتكو تيارولو او د دې بيا رغونې آسانيو لپار?? د ??راچي شپ يارډ د سعود?? سمندري ځواك سره په شريك?? د ??نصوبو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه