اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ??يئ?? چيف ما??شل سهيل امان د پاك فضائيه وړومبني پاكستاني كمانډر انچيف ??يئ?? ما??شل اصغر خان په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده ۔ د ??يئ?? ما??شل اصغر خان خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ??يئ?? چيف پخپل پېغام كښې وئېلي دي ??يئ?? ما??شل اصغر خان د پاك فضائيه لپاره د لارې مشال ؤ?? د هغه پشان باني پاك فضائيه لپاره د افتخار وړ ؤ٬ هغه د اعلٰی كردار٬غېر معمولي وظيفائي صلاحيتونو او د غېر متزلزل عزم پيكر ؤ۔هغه په ډېره لنډه موده كښې نوې ??يئ?? فورس د قائداعظم د بصيرت له مخې پھ يو قوي پوځي قوت بدلولو لپاره خواري كړې ۔??يئ?? چيف ووئيل پاك فضائيه د هغه په خذماتو هغه ته پیرزوئنې وړاندې كوي۔د ده د كارنامو له امله پھ راتلونكو وختونو كښې به هم ??يئ?? ما??شل اصغر خان د فادر آف پاكستان ??يئ?? فورس په توګه ياد ساتلې شي۔??يئ?? ما??شل اصغر خان په ??ال 1921م كښې د جنورۍ په 17مه نېټھ د جمو كشمير د پوځي رواياتو پھ يوه ځلانده كورنۍ كښې زېږېدلې ؤ ۔د ايچي سن كالج څخه د زده كړو ترسره كولو نه پس هغه په دسمبر ??ال 1940 كښې پھ رائل انډين ??يئ?? فورس كښې ګډون كړے ؤ ۔ هغه د يو ځوان فائټر پائېلوټ په توګه د برما په مقام په دوئم لويې جنګ كښې ګډون كړے ؤ ۔په ??ال 1947 كښې د پاكستان جوړېدو نه پس د هغه تبادله رائل پاك فضائيه ته وكړې شوه او هغه د رائل پاك فضائيه كالج رسالپور وړومبې كمانډنټ جوړ شو۔هغه د آزادۍ نه سمدستي وروستو د پاكستان او هند ترمينځه د كشمير پھ محاذ په وړومبني جنګ كښې ځانګړي خذمات ترسره كړل۔هغه ته د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح د رائل پاك فضائيه ټريننګ سكول رسالپور ته په راتللو د هركلي كولو درنښت هم ترلاسه ؤ۔پھ جولائي ??ال 1957 كښې هغه د 36 كلونو په عمر كښې تر ټولو كم عمره پاكستانې كمانډر انچيف جوړ شو۔د كمانډر انچيف په حېث ??يئ?? چيف ما??شل اصغر خان نوې جيټ٬بمبار٬مسافر بردار٬تربيتي الوتكې او چورلكې شاملولو سره پاك فضائيه په جديد فضائي قوت بدل كړه۔ د هغه په مشرۍ كښې پاك فضائيه بي 57 بمبرز٬ ټي ۔ 37 ټونټي برډز٬ اېف ۔86 ٬ سبريس٬سټار فائيټرز٬ اېف ۔ 104 او سي130 هركوليس الوتكې په فضائي بېړۍ كښې شاملې كړې شوې۔د هغه د خذماتو پھ اعتراف كښې پي اے اېف اكېډمي رسالپور په ??ال 2017م كښې د ??يئ?? ما??شل اصغر خان په نوم منسوب كړې شوې ده