اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پی پی) د كل جماعتي حريت كنفرنس تر سېوري لاندې د تورې ورځې په مهال هندي هائي كمېشن ته په تلونكې لاره احتجاجي مظاهره وكړې شوه۔ د جمو و کشمیر لبرېشن فرنټ ٬ جموں وکشمیر سالووېشن موومنټ او د نورو تنظیم??نو غړو پشمول د پنجاب، سندھ، خېبرپختونخوا او ګلګت بلتستان حکومت??نو نمائندګانو په لاريون كښ?? ګډون كولو سره د هندي قابض ځواك په مقبوضه كشمير د قبضې او د كشميري اولس د حق??نو د روانو خلاف ورزيو غندنه كولو سره د هندي پوځ د كشمير څخه د فوري وتلو ٬ د ملګرو ملت??نو د قراداد??نو په رڼا كښ?? د كشمير مسئلې حل او مقبوضه كشمير ته د فېکټ فائنډنګ مشن لېږلو غوښتنه وكړه۔ د لاريون مشري د کل جماعتی حریت کانفرنس اسلام آباد څانګې کنوینر غلام محمد صفی او نورو مشرانو كو??ه۔ د جمعې په ورځ د هندي هائي كمېشن په لاره د خارجه دفتر مخې ته احتجاجي لاريون كښ?? د پاکستان مسلم لیګ (ن) (آزاد کشمیر) صدر ٬ د پنجاب اعلی وزير محمد شهباز شریف سلاكار سید نصیب اللہ ګردیزی، د خېبر پختونخوا اسمبلۍ صوبائي غړي ډاکټر حېدرعلی خان، د سندھ صوبائی وزیر ممتاز جاکھرانی او د ګلګت بلتستان نمائنده سرور ګلګتی په خاص توګه ګډون وكړو۔ دوئ په كشميري اولس د هندي ظلم ٬ جبر او زياتي او د بشري حق??نو خلاف ورزيو په سختو ټكو كښ?? غندنه كولو سره كشميري اولس ته باور وركړو چې د كشمير مسئلې تر حل كېدو به د پاكستان هر وګړې تاسو سره سم ولاړ او په هر فورم به د كشميري وروڼو د هڅو ملاتړ كوي۔ لاريون ته خپل خطاب كښ?? د کل جماعتی حریت کانفرنس کنویر غلام محمد صفی خپل خطاب كښ?? ووئيل 27 اکتوبر د كشمير او پاكستان په تاريخ كښ?? هغه توره ورځ ده كله چې هند د رېډ كلف لوظنامې خلاف ورزي كولو سره په كال 1947 كښ?? خپل ځواكونه سري نګر ته كوزولو سره د رياست درې كښ?? په دوه برخې قبضه كړې وه۔ ده ووئيل نن ??ه ټوله نړۍ كښ?? دا ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل د دې لاريون مقصد ټولو غېر ملكي سفارتكارو ته دا يادول دي چې د 70 كاله څخه كشميري اولس د آزادۍ خپل حق ترلاسه كولو له هڅې كوي۔ او نن ??م دوئي خپل دريځ څخه يو انچ نه وروستو كېږي اود پخوا په مقابله كښ?? اوس زيات شدت سره هندي ظلم او جبر زغمي۔ لاريون ته د جموں وکشمیر لبرېشن سېل پاکستان څانګې دوهم چيئرمېن سلیم ہارون او نورو لارښودو هم خطاب وكړو۔ په آخر كښ?? د كشمير شهيدانو لوړو درجو له دعا وكړې شوه