اشك آباد 16 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن په درې ورځنۍ سركاري دوره اشک آباد ته رسيدلې، اولس مشر به نن د اتوار ورځ څخه پيل كيدونكي 5م اېشین انډور او مارشل آرټس ګیمز پرانستې دستوره كښې ګډون كوي۔ جاری شوې پرېس ریلیز له مخې اولس مشر سره وړمبۍ ميرمن بیګم محمودہ ممنون حسېن هم وه، اشك آباد ته په رسيدو د ترکمانستان دوه?? اولس مشر دادیبے امان ګلیدیوف د اشك آباد په هوائ?? ميدان د هغوي تود هركلے وكړو۔ اولس مشر سره دوهم وزير جام کمال هم دې۔ هوائ?? ميدان په رسيدو د ترکمانستان دوه ماشومانو اولس مشر او وړمبۍ ميرمن ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كولو سره په رویتی انداز هركلې وكړو۔ دې څخه وړاندې په ترکمانستان كښې د ??اک??تان سفیر مراد اشرف جمال اے پی پی ته ووئيل د اولس مشر دورې سره به ګیمز كښې شريك د ??اک??تان 130 كسيزې ډلې ډاډګيرنه وشي۔ده ووئيل اولس مشر به 5م اېشین ګیمز پرانستې دستوره كښې ګډون كوي۔ په دې ګیمز كښې د 64 هېوادونو 5500 لوبغاړي برخه اخلي۔ ده ووئيل ترکمانستان ، افغانستان ، ??اک??تان ، انډیا (تاپی) ګېس پائپ لائن پروژې نه علاوه د تركمانستان سره د فائبر آپټيګ نیټ ورك او ریل او سړك د لارې د رابطو پروژوې اهميت لرونكې پروژوې دي۔ ده ووئيل د ترکمانستان شريك حکومتی کمېشن غونډه تيره مياشت كښې شوې وه چې پكښې د ??اک??تان سره فضائی رابطو بحالۍ كښې خوښې لرلې شوې وه۔ د خپلې دورې په مهال به اولس مشر د ترکمانستان خپل همڅنګ سره هم ملاقات كوي۔