د وزير اعظم محمد شهبازشريف په مشرۍ كښې پاكستان په جي 20 كښې د شموليت مزل روان ساتلے،دا به د اسلامي هېوادونو قلعه جوړوو۔ نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار

image

كوئټه 14 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار وئيلي دي د وزير اعظم محمد شهبازشريف په مشرۍ كښې پاكستان په جي 20 كښې د شموليت مزل روان ساتلے،د قائداعظم محمد علي جناح او علامه محمد اقبال خواب پوره كولو سره به هغې له عملي شكل وركولې شي،هېواد كښې د تشدد كوم ګنجائش نشته او نه د مرورو تھيوري كومه معنيٰ لري،پاكستان به د اسلامي هېوادونو قلعه جوړوو دغسې چې دلته ټول وګړي د سكون او خوشحالۍ ژوند وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان اسمبلۍ كښې د بيرغ هسك كولو دستورې ته وينا كښې وكړه ٬ دستوره كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق،د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي، د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان، د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر كيپټن(ر)عبدالخالق اچكزئي، صوبائي وزيرانو ، صلاحكارو ، پارليماني سيكرټريز بخت محمد كاكړ، مير سليم كھوسه، مير صادق عمراني،مير عاصم كرد ګيلو، راحيله حميد دراني، مير علي مدد جتك، حاجي نور محمد دمړ، اسفند يار كاكړ، مير علي حسن زهري، د بلوچستان چيف سيكرټري شكيل قادر او د پوليس آئي جي عبدالخالق شيخ پشمول صوبائي سيكرټريز او نورو ګډون وكړو۔دستورې ته وينا كښې نائب وزير اعظم محمد اسحاق ډار ووئيل زه د خپل اړخه ، وزيراعظم محمد شهباز شريف او صدر پاكستان آصف علي زرداري د اړخه د بلوچستان اولس له د آزادۍ ورځ په موقع مباركي وركوم،ټولو ته خواست كوم راځئ چې په ګډه اتحاد او اتفاق سره پاكستان هغه ځائې ته ورسوو د كوم خواب چې قائد اعظم محمد علي جناح او علامه محمد اقبال ليدلے ؤ،د هېواد وګړي يوه جذبه لري،د بدقسمتۍ نه پاكستان جې كله هم د پرمختګ پلو روان شي څوك څه نه څه مسئله پيدا كوي،2017 كښې پاكستان د نړۍ 24م ښه معيشت جوړيدونكې ؤ او نړۍ ته دا باور وركړې شوې ؤ ،وګړو به د هند د هيرولو خبري كولې،د هېواد سټاك ايكسچينج د سوئيلي اسياﺀ لمبر ون او د نړۍ 5م سټاك ايكسچينج جوړ شوې ؤ خو بيا هم د تير وخت خبرې نه كوو۔ده ووئيل د بلوچستان حكومت ته د آزادۍ ورځ په ښه دستورو كولو مباركي وركوم،دا ډول دستوري كولو سره د ځوانانو جذبه نوره هم زياتيږي۔ده ووئيل پاكستان د نړۍ هغه هېواد دے چرته چې لوے څښتن ګڼ شمير نعمتونه پيدا كړي،وګړو وائي چې په پاكستان 130اربه ډالره قرضه ده ٬ زه وايم لوے څښتن پاكستان له 10زره اربه ډالره څخه زيات معدنيات وركړې۔محمد اسحاق ډار ووئيل ذوالفقار علي بھټو پاكستان اتومي قوت په جوړولو كار كړې او لوے څښتن د نوازشريف د لاسه پاكستان اتومي قوت جوړ كړو،پاكستان د اتومي قوت سره سره اوس معاشي قوت هم جوړيږي،لوے څښتن چې زمونږ په نصيب كښې څه ليكلې هغه به ترلاسه كوو دې لپاره مونږ له اتحاد او اتفاق ته اړتيا ده۔نائب وزير اعظم ووئيل 7 كاله وړاندې د نړۍ 24م معيشت جوړيدونكې هېواد نن 47م لمبر ته رسيدلے خو بيه هم مونږ نا اميده نه يو ځكه چې په لوے څښتن باور كولو سره د وزيراعظم محمد شهبازشريف په مشرۍ كښې به پاكستان معاشي قوت جوړيږي،زمونږ لپاره د مرورور كسانو تھيوري كومه معنيٰ نه لري۔ده ووئيل بلوچستان له لوے څښتن ډير څه وركړې دي،مونږ به هغه څه ترلاسه كوو كوم چې لوے څښتن زمونږ په نصيب كښې ليكلې دي،د بلوچستان وزير اعليٰ د بيان تائيد كوم دا صوبه د پرمختګ په اړه شاته پاتې شوې وه اوس به د دې په پرمختګ كار كوو۔محمد اسحاق ډار وئويل پاكستان به د اسلامي هېوادونو قلعه جوړيږي چرته به چې ټول وګړي سكون او خوشحالۍ سره ژوند كوي ٬ دې لپاره به په ګډه كار كوو،پاكستان جي 20 كښې شموليت لپاره خپل مزل روان ساتلے دے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں