د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پخواني سپيكر سينيئر سياستدان الهي بخش سومرو په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 25جنوری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر سينيئر سياستدان الهي بخش سومرو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړی۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر سينئر سياستدان الهي بخش سومرو سياسي او سماجي خذمات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې او وې وئېل ارواښاد يو مدبر٬مخلص او زيرك سياستدان ؤ ٬د هغه د هېواد او قام لپاره خذمات د ستائنې وړ دي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د غم جنې كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئېل مونږ د غم او دړد په دې سخت وخت كښې د هغه د كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔ده دعا وكړه چې لوئې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں