په كشمير كښې به هم د پي ټي آئي حكومت جوړېږي، افغانستان خپلواكه هېواد دے، افغانان چې كومه پرېكړه وكړي، مونږ ته به قبوله وي. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد

image

پېنډې 11 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې په كشمير كښې به هم د پي ټي آئي حكومت جوړېږي، افغانستان خپلواكه هېواد دے، افغانان چې كومه پرېكړه وكړي، مونږ ته به قبوله وي. د اتوار په ورځ په پېنډې كښې د آزاد كشمير د انتخابي كمپائن په لړ كښې د جوړې شوې دستورې په مهال مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې په كشمير كښې به پاكستان تحريك انصاف تاريخي كاميابي ترلاسه كوي. د افغانستان صورتحال په اړه وفاقي وزير ووئيل چېې وزيراعظم عمران خان په واضحه توګه وئيلي دي چې په د پاكستان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد ونه كارول شي. ده ووئيل چې مونږ په افغانستان كښې امن غواړو ، مونږ غواړو چې افغان مشران په خپلو كښې كښېني او مسئله د خبرو د لارې حل كړي. ده ووئيل چې تر څو په افغانستان كښې امن نه وي، په منطقه كښې تجارت وده نه شي كولې. په افغانستان كښې امن د ټولې منطقې په ګټه دے. ده ووئيل چې د پاكستان پاليسي ډېره واضحه ده چې افغانستان يو خپلواكه هېواد دے، په دې كښې به كومه مداخله نه كېږي. افغان قوم چې كومه پرېكړه وكړې، هغه به مونږ ته قبوله وي.

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں