اسلام آباد۔20جون (اے پی پی) هېواد كښې د داسو هائيډرو پاور په شمول په لس نورو ډېمونو كار روان دے چې ورسره به هېواد ته نه يوازې ماحول دوسته برېښنا ترلاسه شي بلكې دې سره به د زرګونو په شمېر د روزګار موقعې هم رامخې ته شي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس لخوا په ټويټر د داسو ډېم ٬ د كوم د تعمير معائنه چې وزيراعظم تېره ورځ كړې وه ٬ په حقله ووئيلې شؤ دا ډېم مهم ځكه دے چې دا د نورو ټولو پاور پراجېكټس په مقابله كښې زيات پېداواري صلاحيت لري۔ دا به 12 سوه اربه يونټ برېښنا پېدا كوي او د پاكستان ماحولياتي تحفظ او معاشي او سماجي پرمختګ كښې به مرستياله ګرځي۔ وزيراعظم عمرن خان د ډېم د تعميراتي كار جاج اخستو په مهال ووئيل هېواد كښې لس ډېمونه په كال 2018 كښې پېل شؤ او كه پروردګار ته منظور وي نو دا به كال 2028 كښې سرته ورسي۔ كال 2018 نه پېل شوې لسيزه د ډېمونو د جوړولو لسيزه ګرځولې شوې ده۔ داسو ډېم لپاره د زمكې اخستو كار بشپړ شوے دے۔ د پراجېکټ ډائرېکټر انوار الحق وېنا وه چې د ډېم اولنے يونټ به كال 2025 كښې سسټم كښې شامل كړے شي۔ وزيراعظم عمران خان د داسو ډېم تعمير معائنې په مهال د ټنل دوره هم وكړه او په سختو حالاتو كښې د كار كوؤنكو انجينئرانو او مزدورانو خواري ئې وستائله۔ د ځائي وګړو په شمول د زرګونو په شمېر وګړو ته به دې منصوبې سره د روزګار موقعې ترلاسه شي او په راتلونكو څو كلونو كښې به د روزګار 5 زره نه زياتې موقعې رامخې ته شي۔