د وزيراعظم عمران خان د خپلواكۍ د حق ورځې په موقع پېغام

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د جمو و كشمير د شخړې د فريق په حېث پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا كښې آزادانه او غېر جانبدار استصواب رائې باوري كولو لپاره خپل كردار ترسره كولو ته تيار دے، مونږ به د كشميري اولس مضبوط او غېر متزلزل اخلاقي ، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتو. ده دا خبرې د خپلواكې د حق ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې. وزيراعظم ووئيل چې هر كال د جنورې د 5مې نېټې ورځ د مقبوضه كشمير اولس د بنيادي بشري حقونو تحفظ لپاره زمونږ عزم قوي كوي. د جنورې په 5مه نېټه كال 1949م كښې سلامتي كونسل د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې د كشميري اولس د خپلواكې حق لپاره د آزادانه او بې طرفه رائې شمېرنې لوظ او عزم كړے و. دا ورځ نړيوالې ټولنې او په خاص توګه ملګرو ملتونو ته په دې لوظونو د عمل كولو ياد وركوي كوم چې دوي د جمو و كشمير اولس سره كړي دي. وزيراعظم ووئيل چې د خپلواكۍ د حق اهميت مسلمه دے او د انساني حقونو په ټولو لوظنامو او د عمومي اسمبلۍ او سلامتي كونسل په پرېكړو كښې دا تسليم كړے شوے او د دې تائيد شوے. وزيراعظم ووئيل چې د هند منكر كېدو په وجه سلامتي كونسل د جمو او كشمير اولس سره د شويو لوظونو او عزم په پوره كولو كښې پاتې راغلې. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په مقبوضه جمو و كشمير د 72 كاله غېر قانوني هندي قبضه په كشميري اولس د بربريت رزميه داستان دے. 9 لكه قابض ځواكونو د مقبوضه جمو و كشمير منطقه د نړۍ په لوي زندان كښې بدله كړې. د اګست د 5مې نېټې كال 2019م نه پس هند په مقبوضه جمو و كشمير كښې د ترهګرې او ظلم و بربريت يو نوے دور پېل كړے. په منطقه كښې لاك ډاٶن روان دے او د بې ګناه وګړو په خاص توګه د مېرمنو، ماشومانو او مشرانو د بشري حقونو سره سخته سرغړونه روانه ده. وزيراعظم ووئيل چې كشميرې اولس د 150 ورځو نه د ټولو حقونو نه محروم كړے شوے. وزيراعظم ووئيل چې په مقبوضه جمو كشمير كښې د رياستي ترهګر لړې او د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو په ضد امتيازي اقدامات د هندي حكومت د هندتوا د نظرئې عكاسي كوي. وزيراعظم نړيوالې ټولنې ته ووئيل چې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي او د انسانيت په ضد جرائم كوونكي دې ذمه وار ګرځول باوري كړي. وزيراعظم ووئيل چې مونږ به د كشميري اولس مضبوط او غېر متزلزل اخلاقي ، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتو.

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں