د پاک سمندرې ځواك مشر ایډمرل ظفر محمود عباسی د متحدہ عرب امارات د نیول هیډکوارټرز دورہ، د یو اے اي د نیول فورسز کمانډر او د دفاع وزارت چارواكو سره ملاقاتونه

image

اسلام آباد ۔ 22 جولائی (اے پی پی) د پاکستان د سمندرې ځواك مشر ایډمرل ظفر محمود عباسی د متحدہ عرب امارات په سرکارې دورہ کښې د نیول هیډکوارټرز ته تللې دے او د یو اے اید نیول فورسز کمانډر او د دفاع ودارت چارواكو سره ئې ملاقتونه كړې دي ،کمانډر یو اے ای نیول فورسز د نیول چیف تود هر كلے كړے ۔د وياند تر مخه د پاك بحریه مشر ته هیډکوارټرز ته په رسېدو ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو ،د پاک بحریه مشر د یو اے اې د بحریه مشر سره ملاقات کړے ۔د دغې نه وروستو نیول چیف چیف آف سټاف یو اے ای آرمډ فورسز او د متحدہ عرب امارات د دفاع وزارتِ انډر سیکرټرې سره هم ملاقاتونه وكړل ۔ د ملاقاتونو په مهال د خوښې په چارو او دوه اړخيزه بحري مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ د دورې په دويم پراؤ كښې ایډمرل ظفر محمود عباسی د یو اے ای د بېلو یونټو دورہ هم وكړه ۔دا دوره به په خاص توګه د دواړو ځواكونو تر مينځه دوه اړخيزه مرستې او د اړېكو د ودې سبب وګرځي

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں