ټولو پاكستانيانو له مخ په وړاندې تګ له يو برابر موقعې وركولو لپاره د تعليم يو ډول نصاب ته پام لرنه كوو

image
APP01-19 ISLAMABAD: April 19 - Federal Minister for Federal Education and Professional Training, Shafqat Mahmood addresses Pakistan Summit chairing the course at local hotel. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي ټولو پاكستانيانو له مخ په وړاندې تګ لپاره يو برابر موقعې وركولو لپاره د تعليم يو ډول نصاب ته پام لرنه كوو ٬ د تعلیم معیار ښه كولو كښې به ټولو له برخه اخستل وي۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ د پاكستان سمټ پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل خوشحاليږم چې په تعليم كښې بهتري راځي٬ ډېر كارونه اوس هم د تعليم په مېدان كښې كول دي او ډېر چلېنجونه هم رامخې ته دي۔ ده ووئيل په حكومتي كچه يوازې خبرې نه كار كولو ته اړتيا وي٬ د هېواد او قام پرمختګ لپاره په تعليم كار كولو ته ضرورت دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې د خواندګۍ شرح 58 فيصده ده٬ د سكول د تللو د عمر 2 كروړه ماشومان د سكولونو نه بهر دي كوم چې سكولونو كښې داخلول يو لوي چېنلج دے او كومې لپاره چې حكومت كار كوي ۔ ده ووئيل د اتسلم بدلون نه پس تعليم اوس صوبائي معامله ده خو مركز د خپلو ذمه واريو نه بې خبره نه شي پاتې كېدې او مركز د تعليم په اړه په صوبائي كچه هم كار كوي۔ ده ووئيل مونږ د ھغې وجوهاتو لټون كوو چې والدېن خپل ماشومان سكولونو ته ولې نه لېږي ٬ دغسې چې د دې وجوهاتو لاره ونيولې شي او هېواد كښې د خواندګۍ شرح زياته شي ۔ ده ووئيل اسلام اباد كښې به د مئي په پائې كښې د سكولونو نه د بهر ماشومانو داخله باوري كولې شي

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں