د خزانې وزیر د آئی اېم اېف فرسټ دوهم منیجنګ ډائریکټر ډیوډ لپټن پاك یو ایس بزنس کونسل غړو سره هم ملاقات

image
APP11-11 WASHINGTON: April 11 - Finance Minister Asad Umar along with his delegation in a meeting with David Lipton, First DMD, IMF. APP

اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی) د خزانې وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې د پاکستان پلاوې د نړيوال بانك او آئی اېم اېف د سپرلي موسم په غونډه كښې ګډون كړې ، په غونډه كښې د نړيوال بانك او آئی اېم اېف د سپرلي موسم په غونډه كښې ګډون، سینئر چارواكو سره ملاقات كړې۔ د نړيوال بانك صدر ډیوډ مالپاس د پاكستان حکومت د اړخه د اصلاحاتو عمل وستائلو سره په دې لړ كښې د نړيوال بانك د اړخه د مرستې روان ساتلو باور وركړو۔ملاقات كښې د خزانې وزير اسدعمر د نړيوال بانك صدر د هېواد د معېشت (میکرواکنامك) صورتحال څخه خبر كړو او هغه سره ئې د پاکستان او نړيوال بانك ترمينځه په بيلو چارو خبرې اترې وكړي۔ د خزانې وزير د نړيوال مالیاتی فنډ (آئی اېم اېف) فرسټ دوهم منیجنګ ډائریکټرډیوډ لپټن سره هم ملاقات کړې او هغه ئې د پاکستان او آئی اېم اېف ترمينځه د روانو خبرو اترو په خبر كړو۔ د خزانې وزیر اسد عمر د پاك یو اېس بزنس کونسل غړو سره هم ملاقات كړې۔ په دې موقع پیپسی ، کوکا کولا، پراکټراینډ ګیمبل، اوبر او د فېس بك نمائندګان هم موجود وو۔ کمپنیو د پاکستان معیشت او پاکستان مارکیټ كښې خوښې څركنده كړه۔ د خزانې وزير ووئيل د پاکستان تحریك انصاف حکومت هېواد كښې کاروبار آسانولو لپاره اقدامات کوي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د اصلاحاتو عمل پخپله نګرانی کوي

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں