وزیراعظم عمران خان د مخالفې ډلې لخوا وفاقي پايه تخت پلو د ملين مارچ كال رد كړو

image

اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د مخالفې ډلې لخوا وفاقي پايه تخت پلو د ملين مارچ كال رد كولو سره د دې باور څرګندونه كړې ده د پاکستان اولس به د ځينې كرپټ كورنيو بچ كولو لپاره سړكونو ته نه راوځي۔ د ګل په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د ميډيا نمائندګانو سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د يوې كورنۍ كرپشن بچ كولو لپاره كله هم په نړۍ كښې اولسي تحريك نه دې رامخې ته شوې۔ د مخالفې ډلې لخوا د ملين مارچ پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ څلور نيمې مياشتې احتجاج كړې ؤ خو ھغه د مسئلو په ضد احتجاج ٶ او بلخوا مخالفه ډله پخپل مني لانډرنګ په مقدمو پرده اچول غواړي او ځينې د درملنې په بهانه پټېدل غواړي۔ وزیراعظم عمران خان مخالفې ډلې ته د پارلمان په وړاندې اوږدې دهرنې لپاره د خپل خاص تيار كړې شوې كنټېنر وړاندېز كولو سره ووئيل پاکستان تحریك انصاف د انتخابي ټګۍ په ضد تحرك پېل كړې ٶ او بيا ئې د پانامه پېپر په مسئله احتجاج كړې۔ وزيراعظم د بني ګالا زمكې د اوږد كېس حواله وركولو سره ووئيل چې ما د سپريم كورټ لخوا طلب كړې شوي هر دستاوېز وركړې او بلخوا پخواني وزيراعظم ادنیٰ ثبوت هم نه دې وركړې چې ترې څرګند شي چې ھغه د ايون فېلډ اپارټمنټس سره هېڅ تعلق نه لري۔ د نېب لخوا د جاري شويو مقدمو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب عمران خان ووئيل د اوسني حكومت د پاكستان پيپلز ګوند په ضد د مني لانډرنګ كېسونو سره هېڅ تعلق نه لري٬ دا كېسونه مسلم ليګ (ن) په كال 2016 كښې پېل كړې ؤ۔ ده ووئيل پخواني داخله وزير چوهدري نثار علي د ایان علي ګرفتارۍ په تناظر كښې د جعلي بانك اكاٶنټس پلټنې كول غوښتلې چې پكښې د غېر ملكي كرنسۍ د هېواد نه د سمګل كولو هڅې كولې كېدې۔ وزیراعظم ووئيل زه غواړم چې نېب په لاندې كچه د يو دوه كېسونو په ځائ د كرپشن په لويو شخصياتو لاس واچوي۔ ده ووئيل په ھغه صورت كښې بدعنواني ختمېدې شي چې په لويو شخصياتو لاس واچولې شي۔ ده ووئيل سپريم كورټ هم نېب سره دا مسئله پورته كړې۔ كله چې وزيراعظم څخه پوښتنه وكړې شوه چې آيا پخوانې وزيراعظم محمد نواز شريف ته به بهر هېواد كښې د درملنې اجازه وركړې شي نو وزيراعظم ووئيل چې د كوم قانون له مخې ھغه ته بهر هېواد ته د تګ اجازه وركولې كېدې شي؟ ده ووئيل د لكهونو په شمېر بنديان په بېلا بېلو زندانونو كښې دي او انصاف پكار دې۔ ده ووئيل چې زه د قانون په حكمرانۍ باور لرم ۔ وزیراعظم په دې موقع د حضرت محمدۖ د يو حديث حواله وركولو كوم ځائ چې حضورۖ په دې خبره زور رواړې ٶ چې په ټولنه كښې طاقتور ته په كمزوري ترجيح نه شي وركولې كېدې۔ عمران خان ووئيل مسلم ليګ (ن) په پنجاب كښې 30 كاله نزدې په اقتدار كښې پاتې شوې او ھغوي د خپلي سياسي اشرافيې درملنې آسانۍ لپاره يو هم روغتون نه دې جوړ كړې۔ ده ووئيل زه په دې خبره افسوس لرم چې ھغوي خپل كاروباري كارخانې او اېمپائر خو جوړولې شي خو روغتون نه شي جوړولې۔ وزیراعظم د خزانې پخواني وزير اسحق ډار او شريف كورنۍ د نورو غړو مثال وړاندې كړې چا چې خپله طبي معائنه او درملنه تل بهر هېواد څخه كړې۔ وزیراعظم وووئيل زه به نه بلېك مېل كېږم چې په پاكستان كښې يو ډاكټر يا روغتون نشته چرته چې مطلوبه علاج ونه كړې شي۔ ده ووئيل غوره ممكنه آسانۍ وركولې كېږي۔ عمران خان ووئيل د مارچ په 27مه نيټه هېواد كښې د لوي او د جامع د غريبۍ ختمولو منصوبه پېل كوٶ٬ د چين په وړاندېزونو هېواد كښې د غربت لاره نيولو لپاره ګامونه پورته كوؤ ۔ پارلمان كښې د مخالفې ډلې د كردار پحقله وزیراعظم د افسوس څرګندونه وكړه چې مخالفه ډله جمهوريت په سنجيدګۍ سره نه اخلي ھغوي غواړي چې د بدعنوانۍ په كېس كښې د نېب تورن د پي اے سي مشر وي او ھغوي پخپلو غلطو كارونو پرده اچولو لپاره پارلمان كارول غواړي۔ ده ووئيل د اولس په پېسو د پارلمان غونډې كېږي او د قام په هر دقيقه د 80 نه تر 90 زره روپو لګښت راځي۔ وزیراعظم څخه چې د ھغه د كابينې د كاركردګۍ پحقله پوښتنه وشوه نو عمران خان ووئيل زه خپل ډلې سره د كابينې په دومره غونډو كښې شريك شوې يم چې څومره محمد نواز شریف پخپلو پنځو كالو كښې نه شو شريك شوې ٬ كله چې د پنجاب او خېبر پښتونخوا اعلٰې وزيرانو د كاركردګۍ پحقله د پوښتنې په ځواب عمران خان ووئيل اعلٰې وزيران د اولس په مسئلو پوهېږي او ھغه محسوسوي٬ د عثمان بزدار موازنه پخواني اعلٰې وزیرٰ شهباز شریف سره كولې شي څوك چې 30 كاله په اقتدارې كښې پاتې شوې او صوبې ته ئي د اربونو روپو زيان رسولې۔ وزیراعظم ووئيل دي ته موقع وركړئ ھغوي زمونږ مشن سره ولاړ دي او كاركردګي ېې د اطمينان وړ ده۔ عمران خان ووئيل زمونږ حكومت ته 30 زره اربه قرضه په ورثه ترلاسه شوې او د مسلم ليګ حكومت ته 15 او د پيپلز ګوند حكومت ته د 6 زره اربه روپو زيان سره مخ وو۔ ده ووئيل 6 زره اربه روپۍ رقم د 1947 څخه د هېواد د مجموعي قرضو برابر دے۔ وزیراعظم ووئيل ما د وزيراعظم آفس خرڅونو كښې 35 كروړه روپۍ كمې راوستې ٬ زه بني ګالا كښې خپل كور ته منتقل شوې او تنخواګانې او خرڅونه د خپل جېب نه ادا كوم۔ وزیراعظم ووئيل پي ټي آئي زما د كور نه ګېر چاپېره جنګله لګلوو لپاره د خپل اړخه 60 لكه روپۍ جمع كړې او زه د زمان پارك د استوګنې خرڅونه هم د خپل جېب نه پورا كوم۔ وزیراعظم ووئيل د دې موازنه د لاهور د پنځه چيف منسټرانو كورونو او د رائيونډ ماڼو سره كولو ته اړتيا ده په كومو چې د سركاري خزانې رقوم خرڅ كېدل۔ وزیراعظم عمران خان چا سره چې چوهدري فواد ح سېن ٬ اسد عمر او توان اصلاحاتو لپاره د ټاسك فورس چيئرمېن موجود ٶ ووئيل حکومت د معیشت بحالۍ په خاص توګه د توان څانګې ګرځينده قرض كمولو لپاره اقدامات كړې دي۔ په دې موقع د خزانې وزير اسد عمر ووئيل آئي اېم اېف سره خبرو اترو كښې پېشرفت شوې دې او دواړه غاړې خپلو نكته نظر كښې همكارۍ لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف په پوزيشن كښې بدلون راغلې دې او د پاكستان حكومت پخپل موقف ولاړ دے۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل نوې لوظنامو سره په اربونو ډالره غېر ملكي زرمبادله بچت شي۔ ندیم بابر ووئيل د اېګزون لخوا د آف شور تېل او ګاز روان لټون څخه ډېر اميدونه تړلې دي٬ د دې كاميابۍ لپاره مونږ له دعاګانې غوښتل پكار دي۔ د ګاز زياتو بلونو پحقله ده ووئيل په راتلونكي سلېب كښې په زياته شرح د ګاز د بعيې معامله سم كړې شوه دې٬ د تېر وخت برعكس وفاقي بجټ كښې د بېلولو نه غېر سبسډيز وركولې كېدې٬ اوس وزيراعظم امر كړې دې چې سبسډي به په ھغه صورت كښې وركولې شي چې كه ھغې لپاره په بجټ كښې په مناسبه توګه رقم بېل كړې شوې دي۔ د برېښنا څانګه د كاركردګۍ په اړه ده ووئيل هېواد كښې د 3700 مېګاٶاټ اضافې برېښنا د پېداوار بندوبست شوې خو د ناقص ټرانسمېشن او ډسټري بيوشن نظام په سوب

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں