سياسي ګوندونه دې په ګډه نېشنل اېكشن پلان مخ په وړاندې بوځي۔ بلاول بھټو ته چې كومه اندېښنه ده هغه دې ليكلې راولېږي۔ اپوزيشن سره خبرو اترو له د مخالفې ډلې مشر دفتر ته تلو له هم چمتو يم۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ملتان كښې ميډيا سره خبرې

image

ملتان ۔24مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي بلاول بھټو دې د كالعدم تنظيمونو په اړه خپله اندېښنه لېكلې راولېږي۔ شهباز شريف او آصف علي زرداري ته مې هم وئيلي دي راځې چې په ګډه نېشنل اېكشن پلان مخ په وړاندې روان كړو۔ راځۍ چې د قومي سلامتيا په مسئله خبره وكړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ خارجه وزير ووئيل ما بلاول بھټو ته خط ليكلې دې او ده ته مې وئيلې دي چې د نېشنل اېکشن پلان ترسېوري لاندې مونږ له كوم ګامونه پورته كول دي په دې اړه راځۍ چې خبره وكړو۔ ده ووئيل ته چې كومه اندېښنه لرې هغه ليكلې راولېږه او كه نه شې ليكلې نو خبره وكړه۔ كوم قوتونه چې ترهګرو ته پناه وركوي مونږ له ددوئي په ضد د كومې تږلارې ترمخه كاروائي كول دي زه په دې اړه خبرو كولو له چمتو يم۔ زه په دې مسئله د مخالفې ډلې مشر دفتر كښې هم خبره كولې شم۔ ده ووئيل بيانونو سره مسئلې نه حل كېږي ٬ مونږ له متفقه تږلاره خپلول وي۔ ده ووئيل هند د سفارت كارۍ د لارې زمونږ د يوازې كولو هڅه كوي۔ هغه مونږ ګرې لسټ څخه بلېك لسټ ته ټېله كول غواړي۔ ضرورت ددې خبرې دې چې پاكستان هم يكسوئۍ سره ګامونه پورته كړي۔ قامي سلامتيا له ضروري ده چې مونږ په ګډه ګامونه پورته كړو او مسئلې حل كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه زير ووئيل په 23 مارچ چې هندي وزيراعظم كوم پېغام وركړې خوشبين دې۔ هند فرورۍ كښې جارحيت كولو او بمونه ئې غورځول ولې اوس هغه د خېرسګالۍ او مباركۍ پېغامونه وركوي دا بدلون نه دي نو څه دي۔ ده ووئيل كه هند بيا كوم جارحيت وكړو نو مونږ ددفاع حق لرو۔ خارجه وزير د چين خپلې دورې په اړه ووئيل دا ډېره مهمه وه۔ ده ووئيل د چين لخوا ښكاره دريځ دې چه هغه پرون هم پاكستان سره وو او نن هم پاكستان سره دې۔ د نیوزی لېنډ په اړه ده ووئيل مونږ چې دغلته د اسلاموفوبيا كوم منظر وليدلو هغه ډېر د افسوس وړ وو۔ په مسلمانانو دا بريد د وائټ سپرمېسی په ځائې كولو له شوې وه۔ ولې په دې مهال چې د نیوزی لېنډ وزیراعظمې او اولس كومه څرګندونه وكړه هغې په صحيح معنو كښې اسلاموفوبيا خپرونكو ته ماتې وركړه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل په دې مسئله چې د اسلامي كنفرنس تنظيم خارجه وزيرانو كنفرنس كښې كومه اعلاميه جاري كړې شوه هغه په 6 نكتو مشتمل وه كومو كښې چې څلور نكتې هغه وې كومې چې ما وړاندې كړې وې۔ ده ووئيل كه پیپلز ګوند نون ليګ سره د اتحاد سوچ كوي نو دا د دوئي سياسي حق دې۔ څو مياشتې وړاندې دې دواړو د يو بل په ضد خبرې كولې۔ ده ووئيل د اعتزاز احسن بيان دې چې پيپلز ګوند او نون ليګ كله هم يو بل ته نزدې شوي دي نو زيان د پيپلز ګوند كېږي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ كښې د خپلو اقليتونو د تحفظ حوصله شته۔ كه دوئي سره زياتې شوې وي نو مونږ به دوئي ته بشپړه تحفظ وركړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نواز شريف ته بشپړه طبي آسانۍ وركولې شي او زه هم دده روغتيا له دعا كوم۔

مضمون کا ماخذ : گولڈ رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں