پاكستان د نړيوال امن او سلامتيا په ځاے ساتلو كښې د فعاله كردار ترسره كولوعزم لري: وزيراعظم

image

اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي پاكستان د نړيوال امن او سلامتيا په ځاے ساتلو كښې د فعاله كردار ترسره كولو عزم لري ٬ ده د اعتماد سازۍ اقداماتو د لارې سيمه ايزه همكاري پياوړې جوړولو سره سره په آسيا كښې امن ٬ سلامتيا او استحكام ته د ودې وركولو په لړ كښې د سيكا بنيادي مقصد لپاره د پاكستان لخوا د ملاتړ پخلے وكړو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د آسيائي تړون او اعتماد سازۍ كنفرنس (سیکا) عمومي سېكتر سفیر کیرات سری بے ملاقات وكړو۔ وزیراعظم د اعتماد سازۍ اقداماتو د لارې سيمه ايزه مرسته مضبوطولو سره سره په آسيا كښې امن٬ سلامتيا او استحكام ته د ودې وركولو په لړ كښې د سيكا بنيادي مقصد لپاره د پاكستان لخوا د ملاتړ پخلے وكړو۔ ده د شخړو بنيادي سببونو د لرې كولو ٬ شخړو څخه د بچ كېدو په تګلارو عمل كولو او په منطقه كښې تلپاتې امن او سوكالي باوري كولو له د وږدې مودې حل چمتو كولو اهميت په ډاګه كړو۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې كال 2025-26 لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غېر مستقل غړي په توګه پاكستان د نړيوال امن او سلامتيا په ځاے ساتلو كښې د فعاله كردار ترسره كولو عزم لري۔ وزیراعظم سيمه ايزې رابطې زياتولو له هم د پاكستان عزم سرګند كړو او په دې لړ كښې يۍ د روانو هڅو ستائنه وكړه۔ عمومي سېكتر سری بے وزیراعظم د سيكا روانو فعاليتونو او اقداماتو سره سره سباؤن لپاره د مجوزه وژن په اړه خبر كړو۔ ده په سيكا كښې د فعال او تعميري كردار ستائنه كولو سره هيله څرګنده كړه چې پاكستان به سباؤن كښې هم نزدې مرسته دغسې روانه ساتي۔

مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں