پاكستان او تركيه په پيړو اډانه د مذهب او شريك اقدار قوي اړيكې لري۔ د راجه پروېز اشرف د تركيې جمهوريت او قامي يوالي ورځ په اړه دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي چې د جولائي په 15مه نېټه كال 2016 په مهال د تركيې اولس د جمهوريت دفاع لپاره چې كومې قربانۍ وركړی دي د دې د نړۍ په سياسي تاريخ كښې كوم مثال نه ترلاسه كېږي٬ په تركيه كښې د جمهوريت بچ كولو لپاره خلقو چې د كوم عزم او بهادرۍ سره مظاهره كړی هغه د دې خبرې ښكاره ثبوت دې چې د اولس غږ غلې كولې نه شي٬ پاكستان او تركيه په پيړو اډانه مذهب او د شريك اقدارو قوي اړيكې لري۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د تركيې په سفارتخانه كښې د تركيې د جمهوريت اوومې او د قامي يوالي ورځ په موقع دستورې ته په خطاب كښې وكړه۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د جولائي په 15مه نېټه كال 2016 په مهال د جمهوريت بچ كولو لپاره د خپلو ځانونو قرباني وړاندې كونكو 250 څخه زيات شهيدانو ته د عقيدت پیرزوينه وړاندې كړه۔ده ووئيل چې د پاكستان پارليمان د تركيې اولس سره د يو والي څرګندونې لپاره متفقه قرارداد منظور كړې۔ده ووئيل چې پاكستان او تركيه دواړو په سخت وخت كښې په خاص توكه قدرتي آفت كښې تل د يو بل مرسته كړی۔په پاكستان كښې د تركيې سفير مهمت پاچاچینے د تركيې جمهوريت ورځ په دستوره كښې په ګډون كولو د قامي اسمبلۍ سپيكر مننه وكړه۔ده ووئيل چې پاكستان او تركيه د اوږې مودې ورورولۍ لري كومې چې په اخوت او شريك احترام اډانه دي۔ده ووئيل چې 15 جولائي ورځ په تركيه كښې د جمهوريت بچ كولو لپاره د تركيې اولس قربانۍ يادوي

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں