د پاكستان آئين او كمپيوټر كوډنګ په قامي نصاب كښې شاملولو سره مونږ راتلونكي نسل لپاره د خپل حقوق او ذمه وارو د پوهې بنياد اېښې دې۔ وزيراعظم ټوېټ

image

اسلام آباد 13جولائی (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې نصاب په هر تعليمي انفراسټركچر كښې د ملا تير حېثيت لري۔ د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې ده ووئيل چې د پاكستان آئين او كمپيوټر كوډنګ په قامي نصاب كښې شاملولو سره مونږ راتلونكي نسل لپاره د خپل حقوق او ذمه وارو د پوهېدو بنياد اېښې دې۔ ده ووئيل چې زمونږ تصور دا دې چې كله زمونږ زلمي د دې هېواد ذمه وارۍ سنبهالوي نو هغوي به آئين سره سره د انفارمېشن ټېكنالوجۍ علم نه ښه خبر وي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې د سلمان صوفي په مشرۍ كښې سټريټجك ريفارمز يونټ د تعليم وزارت سره په ګډه د دې اصلاحاتو قيادت كړی دغسې چې دا خبره باوري كړی شي چې مونږ د خپل حكومت په مهال په لږه موده كښې په بامعني تعليمي اصلاحات عملدرآمد باوري كړی شو۔

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں