اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د اقتصادي سروے 23-2022 اجراء په مهال وفاقي وزير اسحق ډار د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل پاکستان به نه ديواليه كېږي او نه د دې كوم خطر موجود دې۔ ده ووئيل افراط زر معيشت لپاره ډېره اهمه مسئله ده خو مونږ وخت سره سره دا كموٶ او په راتلونكې وخت كښې په دې كښې كمې متوقع دے ۔ د خزانې وزير ووئيل تېر حكومت سټېټ بېنك ته بشپړه خپلواكي وركړې ده چې په نتيجه كښې ئې د حكومت مالي ستونزې زياتې شوې۔ ده ووئيل پاليسي رېټ د 14 نه 21 فيصده ته ورسېد خو د دې په رالاندې كېدو كښې به وخت لګي۔ اسحاق ډار وويل دا خبره د تاريخ برخه جوړه شوې ده چې پاکستان مسلم ليګ (ن) هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړے او دې سره سره ئې د بهرنۍ ادائيګو نظام هم ښه كړے د ليټر آف کريډټ مسئلې حل كېدو سره سره نورې بهرنۍ ادائيګۍ هم ممكن كړے شوے دي۔