د مالي كال 23-2022 په مهال وفاقي حكومت د اېچ اي سي٬ پوهتنونو او لوړو زده كړو ادارو ته 42.9 اربه روپۍ جاري كړې٬ په تعليم د جي ډي پي 1.7 فيصده مصرف كړې شوې۔ اقتصادي سروے

image

اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د مالي كال 23-2022 په مهال وفاقي حكومت د اېچ اي سي٬ پوهتنونو او لوړو زده كړو ادارو ته 42.9 اربه روپۍ جاري كړې٬ د وفاقي او د صوبائي حكومتونو لخوا په مجموعي توګه د جي ډي پي 1.7 فيصده مصرف كړې شوه۔ د زيارت په ورځ د مالي كال 23-2022 په جاري اقتصادي سروے كښې وئيلي شوې دي چې د ليبر فورس سروے (LFS) 2020-21 له مخې شرح خواندګي 62.8 فيصده پاتې شوه كومه چې 19-2018 كحې 62.4 فيصده وه٬ د مېرمنو شرح خواندګي 51.9 فيصده په مقابل كښې د ناريناٶ شرح خواندګي 73.4 فيصده وه۔ په ښاريو او كليوالو سيمو كښې په شرح خواندګۍ كښې بهتري راغلې ده٬ په كليوالو سيمو كښې 53.7 فيصده نه زياتېدو سره 54 فيصده او په ښارينو كښې دا 76.1 فيصده نه زياتېدو سره 77.3 فيصده ته رسېدلې ده٬ د تعليم معيار ښه كولو لپاره وفاقي او په صوبائي كچه يو شمېر اقدامات شوې دي دغسې چې د ملګرو ملتونو د اېس ډي جيز ګول-4 ترلاسه كول ممكن شي

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں