اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) قانون او انصاف لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي چې د مئي د 9مې نيټې په پېښو ككړ مجرمان به د قانون سره مخ كولې شي٬ د تحريك انصاف چيئرمېن د 190 مېليونه پاٶنډ په سكېنډل كښې د ګرفتارۍ نه بچ كېدو لپاره په حساس تنصيباتو بريدونه كړي، عمران خان ته به د خپلو كړو سزا ملاوېږي٬ د مئي د 9مې نيټې نه پس پخوانۍ وېډيو لګولو سره پروپېګنډا كېږي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ ده ووئيل د مئي 9مه نيټه به د تورې ورځ په توګه ياده ساتلې شي٬ دغه پېښې د منصوبه بندۍ او سازش نتيجه ده۔ پخواني وزيراعظم د خپلې ګرفتارۍ په ردعمل په سركاري او نجي املاك د بريدونو پحقله واضح هدايات كړي وو٬ دغه بريد د هېواد په سالميت٬ قامي وقار٬ اتحاد او په همغږۍ شوې٬ كوم كار چې دښمن په 70 كلونو كښې نه ؤ كړې ھغه د عمران خان يو څو شرخوښو وكړو٬ عمران خان د برتانيې د خپرونو ادارې سره په مركه كښې د دې پېښو ذمه واري پغاړه اخستې ده او وئيلي ئي په دې پېښو كښې كاركنان او قيادت ملوث ٶ خو ما ته معلومه نه وه٬ ده ووئيل چې پي ټي آئي د بشري حقونو تنظيمونو په سترګو كښې خاورې اچولو او په نړيواله كچه مرسته ترلاسه كولو لپاره ناسمه پروپېګنډه كوي۔ عطا تارړ ووئيل څومره چې ناسمه پروپېګنډه كوي دوي ته به رعايت نه ترلاسه كېږي٬ د دوي په ضد به مقدمے د قانون او په مېرټ ترسره كولې شي۔ ده ووئيل عمران خان شهزاد اکبر سره په ګډه 190 مېليونه پاٶنډ كرپشن كړې۔ ده ووئيل د عمران خان په ضد به په توشه خانه او بي آر ټي كېس كښې كاروائي كېږي٬ عمران خان د ناوړه چالولو د لارې بچ كېدې نشي٬ ده ته به د خپلو كړو سزا ملاوېږي۔