اسلام آباد 23جنوری(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په سكولونو كښې د ماشومانو 100 فيصده داخلې باوري كولو او د هېواد او قام تندرفتاره سماجي او اقتصادي پرمختګ باوري كولو لپاره د صحت احتياطي طريقه كار ته د ودې وركولو نوې او اختراعي حل خپلول پكار دے۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د بشري پرمختګ قامي كمېشن(اېن سي اېچ ډي)چيئرمېن كرنل(ر)ډاكټر امير الله مروت سره خبرو كښې كړې چا چې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات كولو ۔په دې موقع د پاكستان هيومن ډوېلپمنټ فنډ چيئرمېن ډاكټر نسيم اشرف او د اېن سي اېچ ډي سينئر غړي هم موجود وو۔صدر مملكت د هېواد يواځې د 68 فيصده ماشومانو په پرائمري كچه سكولونو كښې د داخلې په شرح د تشويش څرګندونه وكړه او وې وئېل په سكولونو كښې د ماشومانو 100 فيصد داخلې باوري كولو لپاره نوې او اختراعي حل خپلولو ته ضرورت دے٬د اولس او د هېواد تندرفتاره سماجي او اقتصادي پرمختګ باوري كولو لپاره به د صحت احتياطي طريقه كار له وده وركول وي۔صدر ووئيل په سكولونو كښې د ماشومانو 100 فيصد اندراج باوري كول ضروري دي٬په دې لړ كښې د زياتو نه زياتو ماشومانو ته تعليم وركولو لپاره جوماتونه د سهار نه تر ماسپښين د سكول په توګه كارېدې شي٬چرته چې ممكن وي د تعليم هائبرډ طريقې كارول پكار دي۔صدر مملكت د استاذانو او د روغتيا كاركنانو د كار استعداد كښې د اضافې او په تربيه كښې د اېن سي اېچ ډي كردار وستائېلو۔ده د غربت خاتمې لپاره د ادارې د هڅو٬تحقيقي مطالعات او ډېټا رايوځاے كولو او نړيوال وسائل متحرك كولو كښې د كردار هم ستائنه وكړه او اېن سي اېچ ډي ته قامي مقصد ترلاسه كولو لپاره په هڅو كښې ئې د خپل مرستې باور وركړو۔