ژبې بندونكې نن لارې بندوي٬ د عمران خان د لاسه په هېواد كښې فساد اړې ګړې او كركه خپره شوې ٬ وفاقي وزيره مريم اورنګزېب

image

اسلام آباد۔10نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي ژبې بندونكې نن لارې بندوي ٬ د عمران خان د لاسه په هېواد كښې فساد ٬ اړې ګړې او كركه خپره شوې ده ٬ عمران خان لارې بندولو سره كوم مقصدونه ترلاسه كول غواړي؟ د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل د عمران خان د لاسه نن د سكولونو او روغتونونو لارې بندې دي٬ عمران خان چې كومه پېسه په لارو بندولو مصرف كوي دا به يۍ سېلاب ځپليو ته وركړې وه٬ كومه پېسه چې دې اور لګولو لپاره مصرف كوي دا به يۍ د سېلاب ځپليو په ګرمو جامو او خوراك مصرف كړې وه٬ كومه پېسه چې په ټائرونو سوزولو لګوي دا به يۍ د سېلاب ځپليو نغري بلولو لپاره لګولې وه٬ كومه پېسه چې دې د سكول او روغتون لارې بندولو له كاروي دا به يۍ په پنجاب او خېبر پختونخوا كښې د سكول او روغتون جوړولو له كارولې وه۔ دې ووئيل د عمران خان مقصد په هېواد كښې اړې ګړې ٬ فساد او فتنه خپرول دي٬ دا هغه فسطائي شخص دے كوم چې په سېلاب ځپليو سياست كړې۔ دې ووئيل عمران خان د تر څلور كلونو د خلكو روټۍ ٬ برېښنا ٬ ګاز ٬ دوائي او روزګار بند كړو او نن لارې بندوي۔ دې ووئيل څلور كاله د اولس دوائي بندونكې نن د رنځورانو لارې بندوي۔

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں