شرم الشيخ 08 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په 7 او 8 نومبر 2022 د مصر ښار شرم الشېخ كښې د كوپ-27 كلائميټ ایمپلی منټیشن سمټ كښې ګډون كړے ۔د خپلې دوه ورځنۍ دورې په مهال وزيراعظم ځينې اعلٰی كچ دستورو كښې ګډون او بېلا بېلو مشرانو سره ملاقاتونه كړي او خپل هم څنګو سره او نړيوالې مېډيا سره ئې هم خبرې كړي۔وزيراعظم سره په پلاوي كښې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري٬د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د موسمياتي بدلون وزيره شيري رحمان٬د وزيراعظم خاص مرستيال سيد فهد حسېن او سيد طارق فاطمي هم شامل وو۔د ماحولياتي بدلونونو په اړه د مشرانو غونډه كښې وزيراعظم د ناروے وزيراعظم سره د اعلٰی كچ ګول ميز كنفرنس شريكه مشري وكړه ۔وزيراعظم د سعودي عرب ولي عهد او پخپل كوربتوب كښې په مډل ايسټ ګرين انيشيټو كښې هم ګډون كړے ۔هغه د ماحوليات په اړه د زيانونو او ضياع په اقدام مرسته زياتولو او ماحولياتي خطرو په اړه د نړيوال ډهال”په موضوع د اعلٰی كچ يو بريك فاسټ دستوره كښې هم ګډون كړے چې پكښې د المان چانسلر او د ګهانا صدر په ګډه كوربتوب كولو۔وزيراعظم په سمټ كښې قامي بيان هم وركړے ۔وزيراعظم په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان كوم چې د ماحولياتي بدلون منفي اثرات څخه زيات ځپلے شوے او په خاص توګه د اوسنو موسمياتي سېلابونو پلو پام لرنې سره ئې قامي نكته نظر په قوي توګه وړاندې كړے او نړيوالو مشرانو له يې د ماحوليات په اړه د پاكستان تلپاتې بيا رغونې هلو ځلو كښې د مرستې بلنه وركړه۔په دې موقع وزيراعظم يو شمېر مشرانو سره رسمي او غېر رسمي خبرې وكړې چې پكښې د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم٬د المان چانسلر٬د مصر صدر او د ناروے وزيراعظم شامل وو۔د دې ملاقاتونو په مهال په ګڼ اړخيزه څانګو كښې مرستې لپاره د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔وزيراعظم په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره هم وليدل او د كوپ 27 كښې د پاكستان د ماحولياتي بدلون په اړه د پورته كړو اقداماتو نه خبرولو لپاره ئې د پاكستان په پويلين كښې مشتركه پرېس كنفرنس وكړو۔د كوپ 27 باقاعده هلې ځلې به تر 18م نومبر جاري وي۔د ګروپ 77 صدر نشين په حېث پاكستان د موسمياتي بدلون پشمول ماحولياتي فنانس٬موافقت٬تخفيف او د استعداد كار په اړه خبرو اترو كښې د پرمختګ كوونكو هېوادونو مشري كوي