اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سينيټر شېري رحمان وئيلي دي د عمران خان د مارشل لاء لګولو بيان د غندنې وړ دے٬ كوم سياست مدار چې د 26 كالو د سياسي هلو ځلو ادغا كوي ھغه دا نشي وئيلې چې كه مارشل لاء لګي نو و دې لګي٬ عمران خان غواړي چې زه په اقتدار كښې نه يم نو بل څوك دې هم نه وي، دا د جمهوري او آئيني نه بلكې د فاشسټ سوچ دے۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل جمهوريت خوښے سياست مدار ادارې مارشل لاء لګولو ته نه لمسوي٬ عمران خان ټول قام آئين شكنۍ لپاره لمسوي، د دې مطلب دا دے چې عمران خان غواړي چې په هېواد كښئ مارشل لاء ولګي، ادارې وائي چې مونږ به په سياست كښې مداخلت نه كوٶ او دې وائي چې مداخلت وكړئ او ما له اقتدار راكړئ، د دې مقصد دا دے چې چې ډيل وكړئ يا مارشل لاء ولګوئ