بيجنګ 30 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې زما د چين دورې سره به د پاكستان او چين ترمينځه تذويراتي اړيكي لا مستحكم شي او كاروبار او تجارت به زيات شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده چائنا ګلوبل ټيلي ويژن نيټ ورك (سي جي ټي اين) سره يوه مركه كښې كړي۔ وزيراعظم به په 01 نومبر چين ته په سركاري دوره ځي۔ اپريل كښې چوكۍ سنبھالولو نه پس دا د ده د چين وړومبۍ وره ده۔وزير اعظم شهباز شريف به په بيجنګ كښې د كميونسټ پارټي آف چائنا (سي پي سي) 20م قامي كانګريس اختتام نه پس د چين دوره كونكي غير ملكي لارښودو كښې شامل دې۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل په دې ډيره خوشحالي محسوسوم چې زه د ورور او ملګري هېواد چين دوره كونكو د نړۍ وړومبې لارښودو كښې يو يم۔ وزيراعظم ووئيل زه به په بيلو څانګو كښې مرستي زياتولو لپاره د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي چيانګ او د چين قيادت سره خبري اتري كوم،پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستي لپاره د چين د اړخه وركړې شوي مرستي په اړه ده د چين قيادت، وګړو او كمپنيو مننه وكړه چا چې د زړه نه مرسته كړي ۔ ده ووئيل چين د سېلاب ځپليو لپاره د خوراك څښاك څيزونه ، داروګان ، مچھر دانۍ او نور ډير داسې څيزونه وركړې دي۔ده ووئيل د چين قيادت لويه مرسته كړي ۔اقتصادي، سماجي او كلتوري څانګو كښې د چين تند رفتاره پرمختګ ستائيو ۔ ده ووئيل چين په عالمګيريت باور لري او د اقتصادي پرمختګ لپاره به د چين د ماډل تقليد كوو۔چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پيك) كوم د يو اعليٰ معيار په دويم پړاؤ كښې داخل شوې دې، ده ووئيل بيلټ اينډ روډ انيشيټو فليګ شپ منصوبې پاكستان كښې د توان څانګي او بنيادي ډھانچه تبديل كړې ده۔ده ووئيل د سي پيك ترمخه د هېواد په ټولو برخو كښې تعمير كړې شوي سړكونو نيټ ورك د مزل وخت كم كړې دې او اوس وګړي په آسانۍ سره د يو ځائې نه بل ځائې ته ځي۔وزيراعظم ووئيل زه د بيلټ اينډ روډ انيشيټو ترمخه به د سي پيك كردار ته په پراختيا وركولو هم خبره كوم۔